<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-22 18:26:06    
د چين په شان شي ولايت کې د سکرو توليدولو د صنايعو دواملرونکی پرمختګ

cri

په شان شي ولايت کې چې د چين د انرژۍ لويه اډه ده ،له وروستيو کلونو راهيسې د سکرو توليدولو د صنايعو د دواملرونکي پرمختګ پلان پلی شوی او د سکرو زيات شمير هغه کوچني کانونه او اړوندې تصدۍ چې زياتې انرژۍ لګوي او چاپيريال ته ککړتيا رسوي ،تړل شويدي چې په پايله کې يې د پخوا په پرتله د انرژۍ صنايعو ښه پرمختيايی وضع رامنځته شوېده .

په دغه ولايت کې د سکرو زيرمه ٢٦٠ مليارده ټنه دي چې د هيواد د عمومي زيرمې يو پر درېمه برخه نيسی . له اوږدې مودې راپدې خوا په دغه ولايت کې د سکرو په سلګونو کوچني کانونه د دولتي لويو کانونو په شاوخوا کې موجود دي او په دغو کوچنيو کانونو کې توليدي تجهيزات ډير وروسته پاتي دي . د زيرمو پر سر د کړکيچ له امله د دغو کوچنيو کانونو خاوندان له اندازې نه زيات سکاره وکيندل چې په پايله کې يی کله کله کانی پيښې پيښيږي. د روانې پيړۍ له پيل راهيسې په دغه ولايت کې د کوچينو کانونو د بندولو، د منځنيو کانونو د اصلاح کولو او د لويو کانونو د پياوړی کولو نظر وړاندی شوی او لوي کانونه هڅول شوی چې کوچني کانونه ورسره يو ځای کړی او د دغه نظر سره سم په ٢٠٠١ کال کې د شان شي د سکرو ګروپ جوړ شو چې دغه ګروپ د هيواد د سکرو توليدولو تر ټولو لويه تصدی ده.

د ياد شوي ګروپ مشر دو فو شين له شپږو کلونو راهيسې د ولايت د منځنيو او کوچنيو کانونو د يو ځاي کولو او اصلاح کولو هڅه کړې ده . اوس دغه ګروپ يوازی د امنيتي تاسيساتو د بشپړولو لپاره شپږ مليارده او څلور سوه مليونه يوانه لګولي دي چې له امله يې د کاني کارګرانو امنيت تضمين شوی او د سکرو کيندلو

اغيزمنتوب هم لوړ شوی دی . ددې ترڅنګ په شان شي ولايت کې د سکرو استخراج په ترڅ کې د دواملرونکي پرمختګ لار هم غوره شوېده . د بېلګې په توګه د سکرو تر تصفيې وروسته ډيرې معدنی ډبرې او خټې پيدا کيږي ، پخوا دغه شيان د څاګانو په څنګ کې کوټه کيدل او زياتې ځمکې يې نيولې ، دغه راز چاپيريال ته هم ککړتيا رسيدله. د مثال په توګه هرکال يوازی د شان شي ولايت د ګو جيا ښار د سکرو فرعی توليدات له لس مليونو ټنو څخه زيات دي . په ١٩٩٩کال کې د دې ښار د څو کانونو لخوا يو لوی ګروپ جوړ شو او د ګازونو او په څاګانو کې د اوبو کارونه پيل شوه . مثلا ګازونه د پخولو لپاره او په څاګانو کې اوبه په سلو کې سل کارول کيږي.

د شان شي ولايت د ګوندې کميټې مشر جانګ باو شون وويل اوس په شان شي ولايت کې د پرمختيا علمي نظر د پلي کيدو په حال کې دی څو چې وګړي ترې ګټه واخلي. ده وويل د اقتصادي پرمختګ د بڼو نوښت ،د پرمختلونکي اقتصاد پياوړتيا ، د سرچينو سپما او ساتنه ، د ککړتيا کمښت او چاپيريال ښه والی د دواملرونکې پرمختيا د خوندي ساتلو دندې دي څو چې د نوي پرمختګ په لار کې چاپيريال ته تر ممکنه حده ککړتيا ورسول شی ، سرچينې د هيواد لپاره د لا اوږدې مودې خدمت وکړي او د شان شي ولايت وګړيو ته ګټه ورسوي .د ښاغلي جانګ په وينا څرنګه چې د شان شي ولايت په اقتصادی جوړښت کې د سکرو توليدولو د صنايعو وزن او تناسب ډير لوی دی او په توليدي چارو کې د امنيت د ساتلو او لاهم د صنايعود تنظيمولوپه ترڅ کې زياتې ستونزې لا هم موجودې دي ، نو لازمه ده چې د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره زياتې هڅې وشی .