<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-22 18:41:56    
د جيانګ شي ولايت د جينګ ګانګ غره انقلابی موزيم

cri

د جينګ ګانګ غر د چين په منځنې سيمه کې د جيانګ شی په ولايت کې پروت دي او د طبيعي منظرو له پلوه د سيلانۍ ښه ځای دی او هر کال ډير سيلانيان په تيره بيا هغه سيلانيان راجلبوي چې غواړی د سرې اردو د اوږد مارش سره سم سفر وکړي. په دغه غره کې اتيا کلونه مخکې د چين کمونست ګوند لومړی کليواله انقلابی اډه جوړه کړې او د چين د انقلابي زانګو په نامه بلل کېږي. لږه موده مخکې د انقلابی تاريخ د يادونې په موخه يوه ودانۍ د جينګ ګانګ غره انقلابی موزيم د دغه غره د څی پينګ په علاقه دارۍ کې جوړه شوېده.

دغه موزيم شل زره مربع متر٩ پراخوالی او شپږ لوی سالونونه لري، اته سوه تاريخی اثار او دوه زره تاريخی عکسونه او نور زيات سندونه پکې ايښودل شويدي. د موزيم ساختماني بڼه د انګريزي حرف يوو ته ورته ده او بام يې سور رنګ لری. د موزيم د دروازې په وړاندی شپږ غټ ستونونه ولاړ دي چې بهرنۍ بڼه يې ډيره عظيمه ښکاري.

کله چې سيلانيان د موزيم لومړی سالون ته ننوځي، نو لومړی يې د يوې ډيوې لويه مجسمه تر سترګو کيږي چې تر شا يې د جيانګ جانګ غره د ښکلې منظرې لوی عکس دی. د چين د زياتو موزيمونو په لومړيو سالونونو کې عمومأ د اتلانو عکسونه يا تصويرونه تر سترګو کيږي ، خو د جينګ ګانګ غره موزيم د نندارې موضوع ډيوه او طبيعي منظره ده، په دې هکله د جيانګ شی ولايت د انځوری ورځپاڼی مشر ګو جيا شنګ وويل ډيوه او طبيعي منظره حال او ماضي څرګندوي يا د سره او شنه رنګونو استازيتوب کوی په بله ژبه په پخوا زمانه کې ډيوه د انقلابې لارې

مشال و . کله چې دغه ډيوه ياديږي، نو خلکو ته هغه حالت په ياد ورځي چې د چين فقيد مشر ماو ځه دونګ د ډيوې په رڼا کې کار کاوه.

په دغه موزيم کې د غږونو، رڼا او بريښنا په شمول د عصری تکنولوژی، تصويرونو او مجسمو له لاری د جينګ ګانګ په غره کې د ولسي اردو د جوړولو، په جينګ ګانګ غره کې د سرې اردو راغونډولو او اوږد مارش په شمول مهمې تاريخی پيښې

نندارچيانو ته ښکاري.

د ماشومانو او ځوانانو د اړتياوو د پوره کولو لپاره دغه موزيم په جدې توګه کارتون جوړ کړی چې دوی هڅوي چې د چين د سرې اردو له تاريخ سره مينه پيدا کړي.

په تاريخي موزيم کې کم ليدل کېږي چې تاريخي پيښې د کارتون په شکل ترسيميږي. نندارچيان په تيره بيا شاګردان د کارتون له لارې د سرې اردو د انضباط لپاره د دريو قواعدواو د پاملرنې راجلبولو لپاره د اته ټکوپه اړه معلومات تر لاسه کولی شی. په دې هکله د دغه موزيم د أبادی چارو مسئول وو يانګ سو چين وويل د کارتون له لاری نندارچيانو ته لارښوونه ورکول په چين کې لومړی ازموينه ده. په لومړی وخت کې موږ هم شک درلود چې دغه لار به د نندارچيانو لخوا د منلو وړ وي که نه . خو حقيقت دا څرګندوي چې د کارتون له لارې ماشومانو او ځونانو ته د زده کړو ورکول اغيزمن دي چې د دوی خوښيږي.

که څه هم اوس د سيلانۍ څپه تيره شوېده ، خو زموږ خبريال دا معلومات تر لاسه کړي چې د دغه موزيم له پرانيستلو راهيسی هره ورځ څو زره تنه سيلانيان په تيره بيا د تير اکتوبر په اوه ويشتمه او اته ويشتمه نيټه نژدې شل زره تنه سيلانيان راجلب شوی دی. دوی له موزيم څخه د ليدنې کتنې په ترڅ کې له تاريخی پيښو سره ډېره

مينه ښودلې. د هو نان ولايت د چانګ شا ښار يو سيلاني ښاغلي هه های ليانګ وويل په دغه موزيم کې له نندارې څخه ليدنه زما د زړه د پاکولو يو بهير دی او د انقلاب په موده کې مې د سرې اردو د سختي مبارزې له رويې او ستونزمن ژوند څخه پند اخيستی دی. ده وويل له دغو تاريخی پيښوڅخه ليدنه زما د ځان جوړونې لپاره ډيرارزښت لري او په راتلونکيو کارونو کې به له خپلو ملګرو سره د همکارۍ او پرمختيا لپاره هم راته ګټور وي .