<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-23 18:33:14    
د لين شيا ښار ( ١ )

cri

د لين شيا ښار د چين په لويديځ کې د ګان سو د ولايت په جنوب لويديځ کې پروت دی، لين شيا په لرغوني زمانه کې د خه جو په نامه ياديده ، که څه هم د لين شيا ښار کوچنی دی ، خو په دغه ښار کې څه دپاسه ديرش لوي او کوچني جوماتونه شته دي ، په دغه ښار کې د خوي ، دونګ سيانګ او باو ان قومونو خلک اوسيږي ، هغوي ټول د اسلام پر دين عقيده لري ٠ د ښار د واټونو په دواړو اړخونو کې د اوسيدونکو کورونه او دکانونه څنګ په څنګ پراته دي ، د زياتو کورونو د دروازو دپاسه د قران کريم أيتونه ليکل شوي دي ٠

پيغله سيا ون شي چې دوه ځله د لين سيا ښار ته تللې ده خبريال ته وويل د لين شيا په ښار کې خلک ډير مؤدبه دي او تشريفاتو ته په ډيره درنه سترګه ګوري ، زه په دوبي کې دوه ځله د لين شيا ښار ته تللې وم ، په دوبي کې هوا ډيره توده ده ، خو ما په واټ کې وليدل چې ټولو خلکو مرتب لباس اغوستی و او د لمرد وړانګو د مخنيوي لپاره يې شين رنګې عينکې په سترګوکړې وې ، ښځو يې لوپټې په سر کړې وې ٠

دلين شيا په ښار کې د خوي قوم خلک زيات دي ٠ د دونګ سيانګ او باو ان قومونو خلک د خوي قوم سره يو ځاي ژوند کوي ٠ د ژبو او کاليو له لحاظه دوي د خوي قوم د خلکو سره هيڅ توپير نه لري خو دوي خپل ځانګړي او خاص دودونه او رسم رواجونه لري ٠

د دونګ سيانګ د قوم سلف د ترکيې يوه برخه وه چې په منځني اسياکې اوسيدل ٠

د کلونو کلونو په تيريدو سره هغوي د لين شيا ښار ختيځ ته کډه وکړه ، پلو د هغوي خوندور خوراک دی ، سپين ږيري ما فو کانګ په دغه ښار کې يو رستوران لري او ښه پلو پخولی شي ، هغه خبريال ته وويل زمونږ د پلو د پخولو دپاره مصالحې ساده دي او د پخلي طريقې مو د نورو ځايونو سره يو شان نه دي ٠ دغه راز زمونږ د پسونو غوښه هم ډيره غوره او نازکه ده ، نو ځکه زمونږ لخوا پوخ شوي پلو ډيرخوندور دی او زيات خوړونکي زما دکان ته راځي٠