<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-23 18:45:35    
د چين د سترې برخې او تايوان ترمنځ کلتوري راکړه ورکړه

cri

د چين د راډيويي، فلمي او تلويزيونی خپرونې دولتی ادارې په وروستيو ورځو کې اعلان وکړ چې د راتلونکی کال د جنوری له لومړۍ نېټې څخه به هغه تلويزيونی ډرامې چې د چين د سترې برخې او تايوان له خوا په ګډه جوړيږی، د اړوندو ارګانونو له منظورۍ او تصويب وروسته د هېواد د سترې برخې له خوا د جوړونکو تلويزيونی ډرامو په توګه ګڼل او خپرې شي.

د تېری پيړۍ په اتمه لسيزه کې د پسرلۍ د د شپږو خوب ليدنو په نامه يو لړ تايواني تلويزيونی ډرامې په پرله پسی توګه د چين په ستره برخه کې خپرې شوې او د ډېرو نندارچيانو خوښې شوي دي. ورپسی د دواړو خواوو ترمنځ همکاری پياوړې شوی او ډېر په زړه پوری ډرامې جوړې شوي دي. خو د همکارۍ په ترڅ کې د تګلارو په اړه يو شمېر محدوديتونه هم شته. د يادې شوې ادارې له خوا د اړوندو تګلارو له برابرولو وروسته به د دواړو خواوو له خوا ګډې جوړې شوی ډرامې د چاپونې او خپرونې په ساحو کې د هېواد د سترې برخې له ډرامو سره له يو شان امتيازونو څخه ګټه اخلی.د تايوان مشهورې لوبغاړې او د پروګرامونو جوړونکې مېرمن يانګ پې پې وويل :

دغه تګلاره زمونږ لپاره ډېره ګټوره ده. زما په أند د چين د سترې برخې او تايوان ترمنځ همکاری ډېره ښه راتلونکې لري.د پانګونکو او نندارچيانو په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ ګام په ګام پياوړې شوي دي. په تايوان کې ډېر اړوند

کارکوونکی هيله لري چې د هېواد سترې برخې ته ولاړ شي او نور فرصتونه پيدا کړي. د نوې تګلارې له پلی کولو وروسته به د دواړو خواوو د فلمي او تلويزيونی خپرونې چارې په ګډه پرمختګ وکړي.

د هېواد د سترې برخې او تايوان ترمنځ کلتوري راکړه ورکړه د تېری پيړۍ په اتمه لسيزه کې پيل شوه. په ١٩٨٧ کال کې د هېواد په ستره برخه کې له خپلوانو څخه د ليدنې لپاره د دواړو خواوو ترمنځ لار پرانيستل شوه ، نو يو شمېر تايواني سندرغاړي د سندرو ويلو لپاره د چين سترې برخې ته ولاړل او مشهوره سندرغاړه دن لي جيون له دوی څخه يوه سندرغاړې وه او د دې خوږ غږ سمدلاسه د هېواد په ستره برخه کې مشهور شو. د ١٩٩٢ کال په اګست کې د هېواد د سترې برخې د دولسو هنرمندانو ډله د لومړی ځل لپاره تايوان ته ولاړه او دوه اړخيزه کلتوري راکړه ورکړه پيل شوه.

وروسته د دواړو خواوو د وګړيو تر ګډو هڅو لاندی دغه راکړه ورکړه او همکاری په پرله پسی توګه پياوړې شوی دی. د شمېرنې له مخې، د ٢٠٠٧ کال له پيل راهيسی د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري راکړې ورکړې د پروګرامونو شمېر پنځو زرو ته رسېدلی او د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې دغه شمېر څلور سوه او اته دېرشو ته رسېدلی دی. اوس دغه راکړه ورکړه د ادب،انځورګرۍ،موسيقی،ډرامو او نڅاوو په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې تر سره کېږي.

د شانګهای د نهمې دوری په نړيوال هنري فستيوال کې د تابېې يوې ډلې د چيني

دوديزې ډرامې يو لړ نندارې وړاندې کړې چې د نندارچيانو له خوا

يې هرکلی شوي دي. د بېلګې په توګه د بې عدالتی په نامه ډرامه کې عمده لوبغاړی لي باو چون د چين د سترې برخې يو لوبغاړی دی. ده له تايواني لوبغاړو سره د همکارۍ د يادونې په وخت کې وويل

زموږ له ډلې سره د دواړو خواوو ترمنځ کلتوري راکړه ورکړه ليدل کېږي. دغه ډله د دواړو خواوو ترمنځ د کلتوري راکړې ورکړې په برخه کې لومړی ډله ده.

زمونږ همکاری ډېره ښه ده. ټول خوشحاله دی او د راتلونکی همکارۍ په اړه هيله لري.

د تايوان فلم جوړونکی لای شن چوان وويل د هېواد له سترې برخې او هانکانګ سره د تايوان همکای ډېره ضروری ده. ده وويل

مونږ په تايوان کې دا بېړنی هيله لرو چې په ټوله نړۍ کې له چينايانو سره همکاری وکړو. مونږ هيله لرو چې د هېواد په ستره برخه کې نوی اثرونه جوړ کړو او هلته د لومړی ځل لپاره نندارچيانو ته وړاندې شي او ورپسی بېرته تايوان ته راستانه شو. دا به يو په زړه پورې کار وي.