<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-23 19:27:59    
ښاغلي بهين وايي غواړي يو ځل بيا چين ته راشي

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونکيو ښې چارې،هيله ده چې تېره يوه اونۍ مو په خوښۍ تېره کړې وي،اوراتلونکی سوکاله ژوند مو په برخه وي .

درنو اورېدونکيو په تېر پروګرام کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند ښاغلي سلطان احمد بهين دمرکې ځينې برخې واورېدې،تاسو په تېره کړۍ کې واوريدل چې ښاغلی بهين د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په يو رسمي سفر چين ته راغلی و،او دا مو هم واورېدل چې نوموړي له راپور ليکلو بيا تر ايديتورۍ،او د باختر آژانس د مرستال او مشر دندې تر سره کړې دي،د اساسي قانون د جوړولو په لويه جرګه ،د جمهوري رياست،او پارلماني ټاکنو په ټولو بهيرونو کې يې د وياند په توګه دندې ترسره کړې دي،او اوس مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند په توګه دنده ترسره کوي.

له ښاغلي بهين څخه مې پوښتنه وکړه چې ده خو ډېرې او بيلابېلې دندې ترسره کړي دي،په دې بهير کې کومه يوه يې ورته په زړه پورې او ورسره خوښ و؟داسې ځواب يې راکړ:

کله چې تاسو خبريال ياست ،نو کولای شئ چې په خپلواکه توګه ليکنې وکړئ،د مختلفو موضوعاتو په هکله راپور ورکولی شئ،چې دا ډېر په زړه پورې دی،خو کله چې يو څوک په مطبوعاتي دفتر يا موسسه کې کار کوي،نو دنده يې خلکو ته د هماغې موسسې پيغام رسول دي.او ځانکړي محدوديتونه پرې وضع کيږي.کله داسې هم کيږي چې يو څوک د وياند په توګه غواړي ډېر څه ووايي،خو دا کار يې په صلاحيت کې نه وي.او د هغه دنده ددې کار مخنيوی کوي،داسې هم کيدای شي چې د يوې خبرې په کولو سره ګڼې ستونزې رامنځ ته شي.او بايد دا ټولې مسئلې په پام کې ونيول شي.

ښاغلی سلطان احمد بهين پدې هکله داسې زياتوي:

د يو وياند په توګه تاسو تر فکري فشار لاندې راځئ،نو ځکه ماته د يو خبريال په توګه دنده ترسره کول په زړه پورې و،دا اوسنی کار هم ډېر ښه او په زړه پورې دی،خو بايد ډېر فشار وزغمل شي،او تل بايد هم خبريالان راَضي وساتو،او هم خپل پيغام دوی ته وروسوو،چې دا يو ګران او سخت کار دی.

درنو اورېدونکيو کله داسې هم پيښيږي چې انسان تر ډېر کار وروسته د ستړيا احساس کوي،او حتمأ غواړي چې د يو څه مودې لپاره له کار او روزګار څخه لېرې ولاړ شي،او يوه موده آرام ژوند تېر کړي،خو ښاغلي بهين بيا داسې ندی،د هغه په وينا په پنځو کلونو کې يې يواځې پنځلس ورځې رخصتي اخيستې،او کله چې دنده ترسره نکړي او وزګار وي نو هغه وخت د ستړيا احساس ورته پيدا کيږي:

هيڅکله مې نه دي په ياد چې له کار کولو څخه ستړی شوی اوسم،داسې مې هم په ياد دی چې د ټولټاکنو پر مهال مو د شپې تر دوو بجو پورې کار کاوه،حتی يو ځل مو د شپې په يوه بجه خبري غونډې ته معلومات ورکول،ښاغلی بهين وايي زه شخصأ هغه وخت ستړی کيږم چې کار ونلرم،او ښايي چې دا د ځينو کسانو په وړاندې ښه عادت نه وي.

قدرمنو اورېدونکيو تاسو په تېر پروګرام کې واورېدل چې ښاغلي بهين په خپله مرکه کې ويلي و چې چين ته په راتلو سره يې د ژوند يوه ستره هيله پوره شوې ده خو خواشينی پدې دی چې تل په رسمي چارو بوخت وي،او له عامو وګړو سره يې ليده کاته ندی شوي،او زياتوي چې که په ژوند کې يو ځل بيا چانس ورته برابر شي چې چين ته به سفر وکړي او غواړي له چيني عامو وګړو سره له نږدې وګوري:

په خواشينۍ سره دومره وخت مو نه درلود چې له عادي چينايي وګړيو سره ووينو،هيله مند يم چې يو مهال د يو عام افغان په توګه راشم او چين وګورم.او همدا شان ځينې نور هېوادونه .

درنو دوستانو په ټوله نړۍ کې چيني خواړه زيات شهرت لري،او نړيوال يې تر ډېره خوښوي،ښاغلی بهين هم وايي چې چيني خواړه يې ډېر خوښيږي،ځکه ښه خوندور دي:

دا په ټوله نړۍ کې مشهور متل دی چې د چينايانو خواړه ډېر خوندور دي،او په ريښتيا هم چې خوندور دي،چين د بيلابېلو او خوندور خوړو يو ښه ځای دی.هغه نور زياتره هېوادونه چې ما ليدلي او خواړه مې پکې خوړلي دي نو د چينايانو خواړه تر هغو نورو ډېر خوندور دي ،دغه راز ايتاليا هم ښه خوندور خواړه لري.

درنو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت پای ته رسيږي تر راتلونکې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک رب سپارم .

.