ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هېله من يم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ !
په پاکستان کې د افغان کلتوری بهير مشر سکرتر سيد وارث حنيفیکوهاټ په خپل ليک کې ويلی چې د چين نړيوالې راډيو پروګرامونه مو هميشه اورو . ستاسی خپرونې اوريدل زمونږ د ژوند يوه برخه جوړه شوی ده . هره ورځ تری نوی او تازه معلومات حاصلوو . محترمو غوښتل چې دا ځل په ليک د ياد ليک له لياری تاسو څخه سوال وکړم ، هغه دا چې د چين دولت لويه خبری اژانس څه نوميږی ، په کوم کال کې د چا له خوا جوړ شوی ، په څو ملکونو کې څانګې لری او څومره کارمندان لری او اوس مهال يی رئيس څوک دی ؟ هيله لرم چې په دې اړه معلومات راکړی .
نو ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاستو ته د چين ترټولو لوی اژانس يعنی د سين هوا اژانس په اړه څه معلومات وړاندی کړم .
د سين هوا اژانس د چين ولسی جمهوريت دولتی اژانس دی او د چين ځانګړتيا لرونکی يو نړيوال اژانس هم دی چې اوسنی مشر يی ښاغلی تيان څونګ مينګ دی .
د سين هوا اژانس پخوانی نوم د سور چين اژانس و چې د ١٩٣١ کال د نوامبر په ٧ نيټه جوړ شو او په ١٩٣٧ کال کې په اوسنی نوم بدل شوی و .
اوس مهال دغه اژانس څه ناڅه ١٣ زره تنه کارکوونکی لری . دغه اژانس ١١ ادارې څانګې ، ١٠ کاری څانګې او تر مستقيمې ادارې لاندی يی ٢٠ سازمانونه هم لری . دغه
اژانس په خپل هيواد کې د تايوان ولايت نه پرته په هر ولايت ، خپلواکه سيمه ، د دولتی
شورا تر ادارې لاندی لوی ښار او د هانګ کانګ او مکاو په ځانګړو ادارو سيمو کې خپل فارعی اژانس لری او د هيواد په شلو لويو او منځنيو ښارونو ، د چين په ولسی ازادی بخښونکی پوځ او پوځی پوليسو کې خپلې څانګې يا دفترونه لری . د دې ترڅنګ د سين هوا اژانس په هانګ کانګ ، مکزيک ښار ، نايروبی ، قاهره او بروکسيل کې د پنځو سترو برخو عمومی څانګې او په نورو څه دپاسه سل هيوادونو او سيمو کې فارعی څانګې لری .
اوس دغه اژانس د هرې ورځې په ٢٤ ساعتونو کې په پرله پسی توګه په چينی ، انګليسی ، فرانسوی ، روسی ، اسپانيايی ، عربی ، پرتقالی او جاپانی اتو ژبو نړۍ ته خبری توليدات خپروی . د شميرنې له مخې دغه اژانس هره ورځ په منځنی توګه ١١ زره خبرونه ، ٩٠٠ عکسونه او څه ناڅه شل اډيو يا ويډيو خبرونه خپروی . اوريدونکی د انترنټ له لارې دغه خبرونه هم کتلی شی .
د دغه اژانس له خوا څه دپاسه شل ورځپاڼې يا مجلې هم چاپيږی .
اوس مهال د سين هوا اژانس په ديجيتل زيرمه کې څه دپاسه شل مليون کتابی معلومات ، يو مليون او ٣٠٠ زره خبری عکسونه او دری زره اډيو يا ويډيو خبری معلومات زيرمه شوي دي چې د چين او حتی د نړۍ له پرمختللو خبری زيرمو څخه شميرل کيږی .
د چين د دولتی شورا د پريکړې له مخې د سين هوا اژانس د دی کار د څارنې او منظورۍ حق لری چې بهرنی اژانسونه يا معلوماتی ارګانونه په چين کې معلوماتی کارونه ترسره کوي او بهرنی اژانسونه په چين کې خبری معلومات خپروی .
ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . نيکمرغه او خوشحاله اوسئ !