د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند بريد جنرال وايد ارشد د نومبر په څليرويشتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په راولپندی ښار کې د دغه هېواد د ځمکني پوځ د مقر په شاوخوا سيمه کې په همدې ورځ دوه بمی چاودنې وشوې، خو د مرګ ژوبلې شمېر يې نه دی ويلی.
د استخباراتو ادارې د يو لوړ پوړی چارواکي په وينا دغه دوه بمی چاودنې ځانمرګي بريدونه وو او له امله يې تر اوسه پوری لږ تر لږه پنځه ديرش تنه وژل شوي دي. له چاودنو وروسته د پاکستان پوځيانو او پوليسو پر دغې سيمې بنديز کړی او اوس دوی د شکمنو شيانو په موندلو بوخت دي.