<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-25 18:08:01    
د قزاقی قوم سندری

cri

د چيني او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د قزاقی قوم يو لړ خوندوری سندری وړاندی کړو٠ په چين کې د هان قوم پرته ٥٥ ملی لږکی هم شته، د بېلا بېلو قومونو خلک په يوه همغاړی کورنۍ کې ژوند کوي او په ګډه سره خپل ځلاند تاريخ او کلتور ساتی٠ د قزاقی قوم خلک د سندرو په ويلو او نڅا کولو کې ډېر ټکره دي٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د قزاقی قوم يوه ولسی سندره واوريده چې نوم يی وو دوتار او ماليا ٠ په دغه سندره کې د قزاقی نجلۍ او هلک ترمنځ د ښکلی مينه ستاينه کيږی٠ د قزاقی قوم وګړيو شمېر څه نا څه يو مليون ته رسيږی او په عمده توګه د چين د شينجيانګ په شمالي سيمه کې ژوند کوي ٠ دوی له موسيقی سره ډېره مينه لری او کوچيانۍ ژوند يی له اسونو سره نژدی اړيکی لری ، نو په قزاقی قوم کې دغه متل شته چې سندری او اسونه د قزاقی قوم خلکو دوه وزرونه دي٠

( سندره ٢ )

ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د قزاقی قوم يوه سندره واوريده چې نوم يی وو ښکلی نجلۍ٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د دغه قوم يوه خوندوره سندره واورو چې نوم يی دی زما ګل٠

(سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!