<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-25 19:08:28    
د پاکستان د ټولټاکنې کمېټې د دغه خبر پخلی وکړ چې ښاغلی پرويز مشرف د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې برياليتوب تر لاسه کړ.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د ټولټاکنې کمېټې د نومبر په څليرويشتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر پرويز مشرف د تېر اکتوبر په شپږمه نېټه د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې برياليتوب تر لاسه کړ او په راتلونکيو پنځو کلونو کې به د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

د پاکستان د چارواکيو په وينا دغې کمېټې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پايله حکومت ته وړاندی کړی او حکومت به په رسمی توګه دغه خبر اعلان کړي.

د پاکستان سترې محکمې د روانې مياشتې په درويشتمه نېټه د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د پرويز مشرف د ګډون صلاحيت منلی او په همدې مهال يې د دغه هېواد د ټولټاکنې له کمېټې څخه غوښتنه وکړه چې د دسمبر له لومړۍ نېټې مخکې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پايله خپره کړي. بر سيره پر دې، سترې محکې حکم ورکړ چې ښاغلی پرويز مشرف بايد د راتلونکي ولسمشر په توګه له لوړه کولو مخکې له خپلې پوځی دندې څخه استعفا وکړي.