<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-26 19:40:38    
په بېجينګ کې منظره لرونکی ځای --- تاو ژان تينګ باغ

cri

تاو ژان تينګ باغ د بېجينګ ښار په شوان وو سيمه کې پروت دی چې په ١٩٥٢ کال کې جوړ شو. دغه باغ د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته لومړی معاصر باغ دی. د تاو ژان تينګ باغ پراخوالی پنځه سوه او نوی زره مربع مترو ته رسيږی او د ختيځ ،لوېديځ جنوبی جهيلونو او اوو کوچنيو مصنوعي غونډيو څخه جوړ شوی دی. په دغه باغ کې د جهيلونو پراخوالی د باغ د عمومي مساحت يو پر درېيمه برخه نيسی، نو د دغه باغ منظرې ډيرې ښکلي او ډول ډول نباتات پکې وده کوی چې دغه باغ د ساعتېری يو په زړه پوری ځای دی.

دغه باغ د تاو ژان په نامه د څپرۍ په درلودلو سره د تاو ژان په نامه ونومول شو چې د چينګ د امپراطوري په موده کې دغه څپرۍ د هيواد له نورو دريو لرغونو څپريو سره يو ځاي ډير شهرت درلود چې يو يې د ان خوي په ولايت ، بل يې د هو نان په ولايت او درېيمه يې د جي جيانګ ولايت په مرکز هان جو ښار کې پرته ده. د تاو ژان باغ نوم د تانګ د امپراطوري په موده کې د مشهور شاعر بای جو يي لخوا د ليکل شوي شعر له بيت څخه راغلی او په چيني ژبه د خوشحالۍ مانا لری. نن ورځ د باغ شاوخوا سيمه هم د تاو ژان په نامه ياديږي .

د امپراطوري په موده کې اديبانو او شاعرانو کله کله ددی باغ سيل کاوه . د چينګ د امپراطوري دورې په پای کې دغه باغ د انقلابيونونو د راغونډولو ځای و. د چين مشهور انقلابي ډاکتر سون يی سين هم په دغه باغ کې په يوه غونډه کې

ګډون درلود. د لي دا جاو، ماو ځه دونګ او جو ان لای په شمول د چين د کمونست ګوند مشرانو په دغه باغ کې د انقلابي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره څو پټې غونډې

جوړې کړې وې.

د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته حکومت د تاو ژان څپرۍ شاوخوا سيمې بشپړه رغونه کړې چې په ختيځ او لوېديځ کې يی دوه جهيلونه وکيندل او يوه مصنوعي غونډۍ يې جوړه کړه، ډول ډول ونې او ګلان يې هم پکې وکرل چې له امله يې تاو ژان تينګ باغ په يو معاصر او ښکلی باغ بدل شوی دی .

نن ورځ تاو ژان تينګ يو نوی ډول ښاري باغ دی چې پکی د باغبانۍ لرغونی او عصري هنر او لرغونی ساختمانی ودانۍ پکې ليدل کيږي. په ١٩٥٤ کال کې د وخت د صدراعظم جون ين لای په وړانديز د هيواد د نورو ځايونو مشهورې منظرې په دغه باغ کې جوړې شوې چې ور سره د دغه باغ ښکلا نوره هم زياته شوېده . اوس په دغه باغ کې شپږدېرش څپرۍ شته چې ځينی يی نوی ډيزاين شوی ، ځينی يي د لرغوني څپريو په بڼه جوړ شوی او نور ځينی يي له نورو ځايونو څخه راليږدول شويدي . دغه راز په دې باغ کې د ماشومانو لپاره د لوبې ډګر هم جوړ شوی دی. اوس سيلانيان دلته د چين د ساختماني کلتور احساسولی شي.

هر کال اوه لکه سيلانيان له تاو ژان تينګ باغ څخه ليدنه کوی او ورځني شمېر يې شپېته زرو تنو ته رسيږی. دغه باغ په چين کی د دولت په څلورمه کچه وټاکل شو.