<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-26 19:23:34    
ميرمن جيو ای هوا د خپل ځان او دوستانو د بډايولو لپاره کوششونه کوی

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې په کورلا کې د يو فارم ښځينه کارکوونکې جيو ای هوا د خپل ځان او دوستانو د بډايولو لپاره زيات کوششونه کړي دي، نو شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د هغې په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

ميرمن جيو ای هوا نهه ديرش کلنه ده ٠کله چې د هغې شاوخوا کسانو او دوستانو هغه يادوله، نو ستاينه يې کوله ٠ د دغه فارم ښځينه کارکوونکی دونګ سيو هوا خبريال ته وويل :

جيو ای هوا له مونږ سره په ژوند کی د يوې کورنۍ د خور په شان ده ، څوک چې له ستونزو سره مخامخ وی، هغه غواړی چې خبرې ورسره وکړی٠ کله چې د چا په توليدای چارو کی ستونزه رامنځ ته کيږی، جيو ای هوا هرومرو ورسره مرسته کوی او هيڅ ځانګړی ګټه ترې نه اخلی ٠ ٌ

په ١٩٩٩ کال کی جيو ای هوا له خپلو خويندو سره يو ځای له خپل فارم څخه ٢٣ هکتاره مځکې په ټېکه واخيستې او پکې يې د کدو او چغندرو په شمول د صنعتی نباتاتو په کرلو پيل وکړ چې په همهغه کال کې يې کښتونو ته د ډيرې ښې پاملرنې او سختو زحمتونو له امله له خپلو مځکو څخه ډير ښه حاصلات ترلاسه کړل او خالصی ګټې يې څه دپاسه ديرش زرو يوانو ته ورسيدې٠ ورپسی جيو ای هوا يو ټراکټور واخيست چې د کرکيلې په وخت کی ورڅخه ګټه واخلي او له بوختيا څخه په أزادو وختونو کې په ترانسپورتی چارو لاس پوری کوی ترڅو اضافی عايدات ومومی٠ له څو کلونو راهيسی جيو ای هوا له خپلو مځکو څخه د ليدو وړ ګټې ترلاسه کړې دي٠ په داسی حال کی هغه له شاوخوا کارکوونکو سره په مرستې پيل وکړ٠ هغې وويل :

 زما ژوند ښه شوی دی، خو يو شيمر کارکوونکي لا هم ستونزې لری، زه بايد له دوی سره مرستې وکړم ترڅو ټول يو ځای سره بډای شوو٠

د دې د هڅونې او مرستې له امله د فارم څه دپاسه شل تنه ځوان کارکوونکي هم په وار سره د کرنې له لاری بډای شوي دي٠ ګاو ګوی لان څو کلونه مخکې ځمکې په ټېکه واخيستې، خو څرنګه چې د کرنې په هکله يې ښې تجربې او مهارت نه درلود ، نو په لومړيو دوو کلونو کی يې زيات عايدات نه و ترلاسه کړی او ژوند يې بيا هم نه و ښه شوی٠ جيو ای هوا هغې ته د مرستې لاسونه ورکړل او په دقت سره يې هغې ته د کرنې تجربې او تکنولوژی ور زده کړی او د خپل ټراکټور په وسيلې يې په وړيا توګه د ګاو ګوۍ لان مځکو ته سرې هم ورسولې ٠

د جيو ای هوا په مرسته د ګاو ګوۍ لان کورنۍ عايدات کال په کال زياتيږی٠ څرنګه چې شاوخوا کارکوونکي په وار سره بډای شوی ، جيو ای هوا ډيره خوشحاله ده او دا يې احساسه کړې چې مرستې او خدمتونه يې ارزښت لری٠ هغې وويل :

مرسته کول هم يو ډول نيکمرغی ده چې دا زما پلار او مور ما ته رازده کړې ده ٠ نو زه تر خپلې وسی پوری له نورو سره مرسته کوم او د خپل ځان او دوستانو د بډايولو لپاره خپل ځواک وقفوم ٠ ٌ

د جيو ای هوا د اغيزې له امله د فارم زيات بډای شوی کارکوونکي په فعاله توګه له بی وزلو خلکو سره مرسته کوی ترڅو ټول کارکوونکي ګام په ګال بډای شی٠ پخوانی نامسکونې مځکې اوس په حاصلخيزو پټيو بدلې شوي او د خلکو د بډايتوب سرچينه ګرځيدلې ده ٠ ښځينه کارکوونکې وانګ ای پينګ خبريال ته وويل :

جيو ای هوا نورو کارکوونکيو ته ډيره پاملرنه کوی٠ کله چې زه له کومې ستونزې سره مخامخ شم ، طبعأ له هغې څخه مرستې غواړم ٠ هغه له نورو کارکوونکو سره ډير تاوده احساسات لری ، نو زه ورباندی باور لرم ٠ ٌ

له شلو کلونو راهيسی، څرنګه چې جيو ای هوا د خپلو زحمتونو له لاری بډايه شوې او د نورو خلکو د بډايولو لپاره يې زيات کوششونه کړي دي، نو په وار سره د خپل فارم په مترقی کارکوونکی او د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې نمونوی کارکوونکی ټاکل شوې ده ٠ د وياړ وړ خبره دا ده چې د روان کال د اګسټ په مياشت کی د چين صدراعظم ون جيا باو له شينجيانګ څخه د ليدنو په ترڅ کی له جيو ای هوا سره وکتل ٠ هغې وويل :

دا چې صدراعظم له ما سره وکتل، زما لپاره وياړ دی، زه له دې څخه ډيره متاثره شوې يم٠ زه د خپل فارم د ګڼ شمير کارکوونکو له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوم ، په راتلونکی وخت کی به په توليدی چارو او ژوند کی په پر له پسی توګه واقعی کارونه وکړم، د خپلو زحمتونو له لاری خپل ځان او نور کارکوونکي بډای کړم او د نسبتأ بډای ټولنې د أبادولو لپاره خپل خدمتونه وکړم٠ ٌ