<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-26 19:13:55    
د شی نينګ د اقتصادي او تکنالوژيکی د پرمختګ سيمه

cri

د چينګ های ولايت د چين په شمال لويديځ کې او د چينګهای او تبت د لوړې سيمې په شمال ختيځ کې پروت دی او د چين د لوديځی سيمې د پرمختګ په برهع مې يو مهم ولايت دی.د دغه ولايت په مرکز شی نينګ کې د اقتصادی او تکنالوژيکی پرمختګ سيمه په دغه برخه کې د دولت په کچه يوازنی سيمه ده. په وروستيو کلونو کې دغه سيمه د چينګ ولايت د اقتصادی پرمختګ يوه نمونوی سيمه ګرځيدلې ده. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په نننی کړۍ کې به تاسو ته د شی نينګ د اقتصادي او تکنالوژيکي د پرمختګ سيمې په باب معلومات وړاندی کړو.

دغه سيمه د ٢٠٠٠ کال په جولای کې په رسمی توګه د حکومت له خوا منظور شوه او د ٧ کلونو له نه ستومانه کيدونکو کوششونو وروسته په دغه سيمه کې د فلزاتو د ويلی کولو، غوره کيمياوی توليداتو، د ماشين ألاتو ، ساختمانی توکيو، بيولوژيکی درملونو او کرهڼيزو توليداتو د چمتو کولو په برخو کې يو صنعتی سيستم رامنځته شوی چې تر اوسه پوری په دغه سيمه کې د تصديو شمېر له پنځه سوو څخه اوښتی او د منقوله شتمنيو اندازه يې لس مليارډ يوانو ته او د کارکوونکيو شمېر يې شل زرو ته رسيدلی دی.

د چينګ های ولايت د اقتصادی پلان د کميټې مرستيال چن جی ځونګ وويل د دغې سيمې د پرمختګ له امله د دغه ولايت صنعتی چارو پرمختګ کړی دی. نوموړی زياته کړه  په وروستيو کلونو کې زمونږ د ولايت د صنعتی اقتصاد حالت ښه شوی او په ٢٠٠٦ کال کې د صنعتی ارزښت زياتوالی ٢٤ مليارډ او ٣٠ مليون

يوانو ته رسيدلی چې لامل يی په مهمو سيمو کې د صنعتی چارو پرمختګ دی او په ترڅ کې يې د شی نينګ په ښار کې د صنعتی چارو پرمختيايی انډول په سلو کې ٢٥ اعشاريه ٥ ته رسيدلی چې د دغه ولايت د نورو سيمو په پرتله يې لومړی مقام نيولی دی.

د شی نينګ د دغې سيمې چټک پرمختګ د نوموړی سيمې د ادارې ارګان له خوا له پلی شوی پرمختيايی تګلارې سره مستقيمې اړيکی لري.د دغې سيمې مسئول ګوو تيان مينګ دا نظر لري چې له نورو ولايتونو څخه د غوره توليدی تکنالوژۍ اخيستلو او د پرمختګ د افکارو کارول په دغه سيمه کې د برياليتوب د تر لاسه کولو يو مهم عوامل دی.

د پرمختګ د نويو افکارو او اداري نظام په رڼا کې دغې سيمې په يو کال کې د بنسټيزو تاسيساتو او صنعتی پروژو د جوړولو او د پانګونې راجلبولو او ادارې په برخو کې نوی پرمختګ کړی دی.

يو کال مخکی د چينګ هوا د بو ځونګ بيولوژيکی تکنالوژۍ محدود شرکت په دغه سيمه کې په کار پيل وکړ. د دغه شرکت عمومی مدير لو چانګ ځنګ وويل دغه سيمه نه يوازی د ځانګړی اقتصاد اوغوره صنايعو د پرمختګ لپاره يوه مهمه اډه ده بلکې د چينګهای ولايت د صنعتی کيدو د نوی بهير د پرمخبيولو لپاره هم يو مهم ځای دی.

زمونږ شرکت دغې سيمې ته د راتللو په يو کال کې په ژوره توګه د دغې سيمې چټک اقتصادی پرمختګ احساسوي. ويل کيږي چې د چينګهای ولايت اقتصادی پرمختګ له يو ښه فرصت راغلی دی.

په وروستيو کلونو کې د دغه ولايت حکومت د ځانګړيو چارو د پرمختګ په موخه

د دغې سيمې د پرمختګ تګلاره بشپړه کړې او د غوره پروژو د اخيستلو بهير يی چټک کړی دی. په دغه سيمه کې د حکومت تر ملاتړ لاندی د پانګو راجلبولو سرعت ګړندی شوی او کيفيت يې په پرله پسی توګه لوړ شوی دی.ښاغلی چن وويل  د ولايت حکومت د شی نينګ سيمه تنظيم کړې او نوی بڼه يې پکې غوره کړې چې په پايله کې يې اقتصاد په هر اړخيزه توګه پرمختګ او ځانګړې چارې پراخې شوې دي.

د اټکل له مخې تر ٢٠١٠ کاله پوری به د دغې سيمې د عمومی توليدی ارزښت ١٣ مليارډ او پنځه سوه مليون يوانو ته ورسيږي او پنځوس زره وګړي به په کارونو وګمارل شي، نو مونږ باور لرو چې د دغې سيمې د پرمختګ له امله دغه ولايت ښه راتلونکی ولري.