د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پخوانې صدر اعظمې او د عمده مخالف د خلکو ګوند مشرې بينظر بوټو د نومبر په شپږويشتمه نېټه په خپل ټاټوبی لارکانا ښار کې د ټولټاکنې سيمه ايزې کمېټې ته د پارلمان په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره خپل غوښتن ليک وړاندی کړ.
د يو بل خبر له مخې، بل پخواني صدر اعظم او د مخالف ګوند مشر نواز شريف هم په همدې ورځ خپل غوښتن ليک وړاندی کړ.
د دولتی او ولايتی پارلمانونو د ټولټاکنو په اړه د پاکستان د ټولټاکنې د کمېټې لخوا له خپره شوې اجندا سره سم د روانې مياشتې شپږويشتمه نېټه د غوښتن ليکونو د وړاندی کولو وروستی ورځ ده.