<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-27 15:59:51    
د نيکمرغه بېجينګ په نامه سيالی د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره ښې تجربې راغونډوی

cri

د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټه به له پلان سره سم په ٢٠٠٧ کال کې او د ٢٠٠٨ کال په لومړی نيمه کې د نيکمرغه بېجينګ په نامه شپږويشت سيالی تر سره کړي. تر اوسه نولس سيالی تر سره شوي دي چې په کې د اولمپيک لوبو له اتلسو سياليو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو له يوې سيالی څخه عبارت دی. د شميرنې سره سم، تر اوسه څلور زره او پنځه سوه او څوارلس تنه لوبغاړيو، د نړيوالو ځانګړيو سپورتي ټولنو يو زر او اته شپيته چارواکيو او تخنيکي کارکوونکيو، څه باندی لس زره تنه خبريالانو او دوه سوه او پنځوس زره تنه کتونکو په کې ګډون کړی.د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې اجرايوی مرستيال او د نېکمرغه بېجينګ په نامه د سياليو د انتظامی کميټې د دفتر مرستيال يانګ شو ان څو ورځې دمخه په بېجينګ کې څرګنده کړه:

د نېکمرغه بېجينګ په نامه د سياليو د جوړولو له لارې مو د اړوندو سټېډيومونو او تکنولوژيکي سيستمونو ازموينه وکړه. دغه سټېډيومونه او تکنولوژيکې سيستمونه به په بنسټيزه توګه د اولمپيک لوبو اړتياوې پوره کړی شي. زموږ کارکوونکو او داوطلبانو په دغو سياليو کې مهم رول لوبولی دی.

د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې مشر جاکويس روګ په جاپان کې د اتلتيک د نړيوالې اتلوالی په ترڅ کې وويل: د نېکمرغه بېجينګ په نامه د سياليو د انتظامي کميټې کارونو برياليتوب تر لاسه کړ.د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې په اړه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د همغږی کميټې مشر حين ويربروګين وويل:

په تېرو مودو کې مو په بېجينګ، چينګ داو او هانګ کانګ کې ډېرې ازمويښتې سيالۍ کتلی دی. دغه سيالی په بريالی توګه تر سره شوې او د اړوندو خواوو اړتياوی پوره کولای شي.

تر اوسه، يوولسو ځانګړی سپورتی نړيوالو ټولنو د دغو سيالو په اړه خپل راپورونه وړاندی کړي دی. ښاغلي يانګ شو ان وويل: دغو ټولنو په عمومی توګه د دغو سياليو لوړه ستاينه کړي ده.

دغه راز د اولمپيک د نړيوالې کميټې او د اړوندو ټولنو د نظرونو پر راغونډولو سر بېره، د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې د عامو وګړيو نظرونو ته هم پاملرنه هم کوي. دوی د يو ځانګړی شرکت له لارې اړونده شميرنه تر سره کړې او د پايلو سره سم يې زياتره عام وګړي د دغو سياليو لوړه ستاينه کړی ده.

ښاغلي يانګ وويل: موږ د ازمويښتی سياليو له لارې په بريالی توګه د اولمپيک لوبو د جوړولو په اړه لا زيات باور لرو. د بېلګې په توګه په هانګ کانګ کې د نېکمرغه بېجينګ په نامه د اس سورلۍ مهارت سيالی له توپان سره مخامخ و. انتظامی کميټې په بريالی توګه دغه ستونزه حل کړه او په دې بهير کې يې تجربی راغونډې کړی دی.

ښاغلي يانګ وويل چې د دغو سياليو د تر سره کولو له لارې مو لا زيات تجربی راغونډې کړي دي او د بېجينګ اولمپيک لوبې به په بريالی توګه تر سره شي.