<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-27 14:54:10    
په چين کې اوکرايني ښوونکې اليکساندرا کواليوا

cri

اليکساندرا کواليوا د روسيي ژبې يوه ښوونکې ده چې له اوکراين څخه چين ته راغلی ده. په تېرو شپاړسو کلونو کې يې په چين کې د روسيی ژبې په ښوونکې کې کار کړی او هغه لوړه جايزه يې تر لاسه کړه چې بهرنيو کارپوهانو ته د چين د حکومت له خوا ورکول کېږي.

د تېرې پيړۍ د نهمی لسيزې په پيل کې کواليوا چې په هغه وخت کې دری څلويښت کلنه وه، د روسيې ژبې د ښوونې کارپوهې په توګه د پخوانی شوروی اتحاد د لوړی ښوونې د وزارت له خوا د چين د شي ان ښار يو ښوونځی ته وروليږل شوه. مېرمن کواليوا چين ته د تازه رارسيدو پر مهال د نورو بهرنيانو په شان د خوراکونو او ژبې له پلوه له يو شمير ستونزو سره مخامخ کېده. دې وويل:

څرنګه چې په چين کې د خوراک پر مهال می ځانګړي لرګې يا کوايزی نه شو استعمالولی او د خوراک عادتونه مو بيل و، دغه راز چينی ژبه مې هم نه وه زده، نو په ژوند کې له زياتو ستونزو سره مخامخ وم. چينی ملګرو راسره ډيره مرسته کړې وه.

خو لږه موده وروسته مېرمن کواليوا له هغې لويې ستونزې سره مخامخ شوه چې د ١٩٩١ کال په پايه کې پخوانی شوروی اتحاد ړنګ شو. مېرمن کواليوا د پخوانی شوروی اتحاد له خوا چين ته لېږل شوی کارپوهې په توګه له دوو ټاکنو سره مخامخ وه. يو دا چې په چين کې د ښوونې کارونو ته دوام ورکړي، بله دا چې بيرته خپل وطن ته ولاړه شي. بالاخره کواليوا پرېکړه وکړه چې په چين کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي. دې وويل:

زه يوه خوشبينه ښځه يم. زما په اند، هر تن په ژوند کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ وی. خو باور لرم چې هره ستونزه به حتماُ ليری شي. يوه مهمه خبره دا ده چې زه په چين کې له کارونو سره مينه لرم.

کواليوا په شي ان کې خپل ميړه وپيژانده چې يو يانګ نومېږي. يو يانګ د شي ان د بهرنيو ژبو په پوهتون کې يو پروفيسر دی. کله چې کواليوا له سختو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ کېده، ميړه يې ور سره ډېره مرسته کوله. مېرمن کواليوا وويل:

زه له خپل ميړه څخه ډېره مننه کوم. ځکه چې له ډېرو ستونزو سره د مخامخ کېدو پر مهال يې زما سره ملګرتيا کړې او مرستې يې راسره کړي دي. دا نه يوازی يو ډول ريښتنې ملاتړ، بلکې روحياتی او معنوی مرسته هم ده. که هغه مرسته نه وای راسره کړې، ښايې چې زه له چين څخه تللی وای.

د خپل خواند او دوستانو تر مرستې لاندې، مېرمن کواليوا ګام په ګام په چين کې د ژوند عادتونه زده کړل. په شي ان کې د ښوونې کارونو له پای وروسته، کواليوا د شانګ های او تيان جينګ د اړوندو خواوو په بلنه په دغو دوو ښارونو کې هم کار کوي. په ٢٠٠٢ کال کې د دې خواند له سپارښتنې سره سم، کواليوا په شينجيانګ پوهنتون کې د روسيې ژبې په ښوونې پيل وکړ چې تر اوسه لا هم په دې کار بوخته ده.

د کواليوا د درس ورکولو په وخت کې په ټولګي کې کله ناکله د خندا غږ پور ته کېږي چې دا د ښوونکې او زده کوونکو تر منځ د نظريو تبادله ده. په تېرو څو کلونو کې له روسيې او د منځني اسيا له بېلا بېلو هېوادونو سره د شينجيانګ سوداګريز تګ راتګ ډېر زيات و. نو لا زيات وګړي د روسيې ژبې په زده کړې لګيا دي. خو په شينجيانګ کې د روسيې ژبې ښوونکو اړتياوې نشي پوره کولای. کواليوا په شينجيانګ کې د روسيې ژبې د ښوونيزې کچې د لوړوالي او د غوره ښوونکو د روزنې لپاره ډېر کوښښ کړې دی. دغه راز دې په دولتي کچه د روسيې ژبې د درسي کتابونو د تاليف لپاره يې خپله ونډه په غاړه درلوده او په چين کې د روسيې ژبې د ښوونې سويې د لوړوالی لپاره يې هم خپل حتمي خدمتونه تر سره کړی دی. په ٢٠٠٦ کال کې د چين حکومت کواليوا ته د دوستۍ جايزه ورکړه چې د چين د حکومت له خوا د بهرنيو کارپوهانو لپاره ډېره لوړه جايزه ګڼل کېږي. اوس کواليوا په شينجيانګ کې د ښوونې په چارو کې يوازنی بهرنۍ کارپوهه ده چې دغه جايزه يې تر لاسه کړې ده.