<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-27 19:41:22    
د چين په لياونينګ ولايت کې بزګران د علومو او تکنالوژۍ په کارولو سره شتمن شوی دی

cri

په وروستيو کلونو کې په کليوالي سيمو کې د اقتصادی پرمختګ په بهير کې د علومو او تکنالوژۍ کارونه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د يوې مهمې دندې په توګه ټاکل شوی دی. په وروستيو ورځو کې زمونږ خبريال وانګ ځنګ لی د چين د لياو نينګ له ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې داسی حالت ليدلی چې هلته بزګران اوس د کرنې د نوی تکنالوژۍ د کارولو او د صنعتی جوړښت د تنظيمولو په أتکا د شتمنۍ په لور پرمختګ کوي.

د لياو نينګ ولايت د چين په شمال ختيځ کې پروت دی او د جغرافيايی موقعيت له مخې يې ژمی ډېر اوږد او بزګران يی تل په ژمې کې وزګار دي. د شن يانګ ښار د دونګ لين سيمې د ځونګ هوا سی په نامه کلی پخوا ډېر بی وزلی و، خو څو کاله مخکی د ولايت له مرکز سن يانګ ښار څخه تر فو سون پوری د ګړنډی سړک جوړ شوی او له دی نه وروسته کليوال وګړي په ژمی کې ډېر بوخت وی چې نه يوازی په ژمی کې سابه ښارونو ته ليږي بلکی د روزنې په بېلا بېلو کورسونو کې د کرهڼيزې تکنالوژۍ د پوهې پر زده کړو بوخت وي.د دغه کلی يو بزګر سو ده چون وويل په ژمي کې بزګرانو ته د کرهڼيزو معلوماتو ور کولو او زياتو ګټو اخيستلو لپاره ډول ډول کورسونه جوړيږي. بزګر سو وويل دی به څو ورځې وروسته د ميوو اونو د اداره کولو په اړه روزنه کې ګډون وکړي. هغه زياته کړه چې په کليوالو سيمو کې د اقتصادی پرمختګ له امله بزګران دا غوښتنه لري چې په پر له

پسی توګه د کرنې بېلا بېلې کرهڼيزې تکنالوژي زده کړه کړي. که له دغې غوښتنې سره سم کار وکړي، نو دی به ژر شتمن شی.

د علمی تکنالوژۍ په کارولو سره د اقتصادی موثريت او عايداتو لوړوالی د دغه ولايت د بزګرانو ګډه نظريه ده. اوس د دغه ولايت بزګران د کرهڼيزو محصولاتو د اضافی ارزښت پر زياتوالی او د دغو محصولاتو پر ښه بازار فکر کوي.

د دغه ولايت بزګرانو د ښو ترانسپورتی شرايطو او بېلا بېلو پوهو په أتکا سره د کرهڼيزو توليداتو د چمتو کولو تصدۍ هم جوړې کړې دي.

د سن يانګ د شيدو د محدود شرکت له خوا چمتو شوی شيدي د دغه ولايت د شيدو په بازار کې نيمه برخه نيسی چې د دغه ښارپه شمالي اقتصادي سيمه کې پروت دی.د دغه شرکت د عمومی مدير مرستيال جو های شان وويل تصدۍ يی د شيدی ورکوونکی غواګانو د روزلو په اړه د شاو خوا سيمو بزګرانو ته زده کړې ور کړې چې له امله يې نه يوازی د بزګرانو د ژوند او توليد پخوانی لارې چارې بدلې شوې بلکې تصدۍ يې پرمختګ هم کړی دی.

د دغه ولايت د کليوالو سيمو د اقتصادی کميټې يو چارواکی وويل په منی او ژمی کې د دغه ولايت په زياتو ځايونو کې بزګران له بازاری اړتياوو سره سم بېلا بېل سابه کري. روان کال به د کرل شويو سبو مساحت دوه لکه او څلويښت زره هکتارو ته او د پلاستيکی چپرونو شمېر ١٢ زرو ته ورسيږي چې له امله به يې د سبو کرنه د لياو نينګ ولايت د شمال لويديځې سيمې د اقتصادی پرمختګ يوې مهمې چارې دي.