<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-28 17:38:08    
د خوراکي توکيو دامنيت په اړه لوړپوړي نړېواله غوندډه کې د بيجينګ اعلاميه خپره شوه

cri
د خوراکي توکيو د امنيت په اړه لوړ پوري نړېواله غونډه د نړامبر په اوويشتمه نېټه د چين په پلازمينه بيجينګ ښار کې پاي ته ورسيده، په دغه غونډه کې د خوراکي امنيت په اړه د بيجينګ اعلاميه تصويب شوه ، په نوموړي اعلاميه کې د نړۍ له بيلابيلو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې د خوراکي امنيت په ساحه کې خپلمنځي همکاري او معلوماتي تبادله پياوړې کړي او په خپلو هېوادونو کې د خوراکي امنيت د څارنې په اړه اغيزمن سيستم جوړکړي چې د خوراکي امنيت د ساتنې په برخه کې يې اړوند توانونه لوړشي ٠ د چين لخوا د خوراکي توکيود امنيت په اړه لوړ پوړي نړېواله غونډه د چين لخوا د لومړي ځل لپاره جوړه شوې ستره نړېواله غونډه ده ، د وزارت په کچه د بيلابيلو هېوادونو د نژدې ديرشو وزيرانو په ګډون څه دپاسه شپږ سوه تنو استازيو ګډون وکړ اوس د نړۍ مختلف هېوادونه په دې ښه پوه شوي چې د خوراکونو امنيت يوه حساسه ، تيزه او پيچلي مسئله ده ، په همدې حال کې د چين د حکومت اړوندو څانګو له نړېوال روغتيايي سازمان سره يو ځای دغه غونډه جوړه کړه ، د دوه ورځنيو بحثونو او تبادلې په پاي کې د غونډې برخه والو استازيو په اتفاق سره د خوراکي امنيت په اړه د بيجينګ اعلاميه تصويب کړه ٠ په نوموړي اعلاميه کې ويل شوي چې بيلابيل هېوادونه بايد په پوره توګه د خوراکي توکيو امنيت په برخه کې له ترلاسه شويو تجربو څخه برخمن شي او د دغې مسئلې سره د مقابلې لپاره راز رازخپلمنځي همکاري ټينګې کړي ، د چين د توکيو د کيفيت د ازموينې او څارنې د عمومي ادارې مشر ښاغلي لي چانګ جيانګ وويل  په غونډه کې د بيلابيلو هېوادونو استازيو په پراخه ساحه کې ځينوګډو نظريېو ته ورسيدل چې بايد د خوراکي توکيو امينت په ساحه کې نړېوالې همکاري او تبادله ټينګې شي او په ګډه سره د بشري نړۍ په وړاندې دغه مسئله حل کړي ، د دغې غونډې يو مهم برياليتوب دا دی چې د بيجينګ اعلاميه پکې خپره شوه ، ټولو استازيو دا څرګنده کړې چې دغه اعلاميه به زمونږ ترمنځ د همکارۍ او تبادلې د پياوړتيا لپاره د يو مهم اصل په توګه وي ٠ دغه راز په نوموړي اعلاميه کې د بيلابيلو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې بايد د خوراکيونو دامنيت د څارنې لپاره يو اغيزمن سيستم جوړکړي چې د خوراکونو امنيت د ساتنې په برخه کې خپل توان لوړکړي ، په نوموړي اعلاميه کې هم دې ته اشاره شوې چې د بيلابيلو هېوادونو حکومتونه بايد د خوراکي امنيت د ساتنې لپاره يوه ځانګړې څانګه جوړه کړي چې د خوراکونو د توليدولو او لګولو د مختلفو کړيو د کارونو څارنه وکړي ، همدا شان بايد د خوراکي امنيت په اړه د يو لړ نړېوالواړوندو قوانينو سره برابر او روښانه قوانين او قاعدې وټاکي او په موثره توګه يې پلي کړي ٠برسيره پر دې په نوموړي اعلاميه کې په ځانګړې توګه ويل شوي چې مختلف هېوادونه د خوراکي امنيت د څارنې په اړه سيستم د جوړولو او د خوراکي امنيت د ساتنې په برخه کې د خپل توان د لوړولو په بهير کې بايد هغه کار ته پاملرنه وکړي چې د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو ترمنځ او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ اغيزمنې همکاري ټينګې کړي ٠ د بيجينګ په اعلاميه کې پر دې ټينګارشوی چې د خوراکي توکيو امنيت ساتل د حکومتونو پر اوږو يوه حتمي دنده ده ، خو د حکومت کوششونه هم پوره نه دي ، د هېواد ټول خلک هم بايد په دغه برخه کې ګډون وکړي ٠ د چين د روغتيا وزير ښاغلي چن جو وويل د خوراکي توکيو پاکوالي د کيفيت اداره کول د بيلابيلو هېوادونو د حکومتونو يو واقعي عمل دی ، خو د حکومت دغه ډول مسؤليت بايد د ټولنې د مختلفو کچو له لارې ترسره شي ، يعني بايد په دې برخه کې خلکو ته اړوند معلومات وړاندې کړي او په دې اړه د تصديو او فابريکود مسؤليتونو او قوانينو د پلي کولو ايډيالوجي هم لوړه کړي ٠ په نوموړي اعلاميه کې زياته شوې چې د ډاډ وړ خوراکونو توليدول د خوراکو جوړولو د تصديو او فابريکو لپاره يوه بنسټيزه دنده ده ، دغه رازمصرفوونکو ته د خوراکي توکيود امنيت په اړه ښوونه ورکول هم ستر اهميت لري ،٠ د بيجينګ اعلاميه د غونډې د برخه والو لخوا تائيد شوې ده ، د نړيوال روغتيايي سازمان د خوراکي توکيو د امنيت څانګې مدير ښاغلي جورج سولونت دا څرګنده کړه چې دغه اعلاميه ستر اهميت لري ، هغه وويل  د غونډې برخه والو يوه ګډه نظريه ترلاسه کړې ده چې د خوراکي توکيو د امنيت په اړه مسئله يوه نړېواله مسئله ده ، که په پرمختللو هېوادونو کې او ياهم په پرمختيايي هېوادونو کې دغه مسئله موجوده وي مونږ بايد د دغې مسئلې د حل لاره ولټوو ، د بيجينګ اعلاميې د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره يوه سمه لار غوره کړې ده ٠