<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-28 18:22:11    
په بيجينګ پوهنتون کې د هانکانګي زده کوونکيو شمير کال په کال زياتېږي

cri

د بيجينګ پوهنتون مرستيال لين جيان هوا په وروستيو ورځو کې په هانکانګ کې وويل په وروستيو کلونو کې په دغه پوهنتون کې د هانکانګني زده کوونکيو شمير کال په کال زياتېږي. په ٢٠٠١ کال بيجينګ پوهنتون نهه هانکانګی زده کوونکي ومنل او له ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری يو سل او پنځه اتيا هانکانګي زده کوونکي په کې منل شوي دي.

نوموړي د هانکانګ د غونډو نندارتون په مرکز کې د بيجينګ او هانکانګ د پوهنتونونو د مشرانو په دوهمه غونډه کې تر دې عنوان لاندی يو راپور خپور کړ چې د سيمه ايزې زده کړې او ښوونې تفوق ولوبول شي او د دواړو ځايونو د پوهنتونونو تر منځ د همکارۍ نوی بڼه رامنځ ته شي. هغه وويل بيجينګ پوهنتون د چين په سترې برخې کې تر ټولو مخکې د کلتور او ښوونې په برخه کې له هانکانګ سره همکارۍ او تګ راتګ ټينګ کړ. د ١٩٨٥ کال په اګست کې بيجينګ او هانکانګ پوهنتونونو د علمی تبادلی په برخه کې د خپلمنځۍ همکارۍ تړون لاسليک کړ چې د ښوونې او زده کړې په برخه کې د بيجينګ پوهنتون او د هانکانګ د لوړ پوړيو ښوونځيو تر منځ د ښې اړيکې پرانيستې دي. په ١٩٩٧ کال کې بير ته وطن ته د هانکانګ له راستنيدو وروسته بيجينګ پوهنتون او د هانکانګ لوړ پوړيو ښوونځيو د دغه تړون پر بنسټ نوي مقررات لاسليک کړل چې په ژوره توګه خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

هغه وويل په وروستيو کلونو کې د علمی تبادلی په علمی غونډو کې د ګډون او د

زده کړې ورکولو لپاره د بيجينګ پوهنتون مخ په زياتيدونکی کارپوهان او زده کوونکی هانکانګ ته ځی او له هانکانګ سره د محصلينو د تګ راتګ په فعاليتونو کې د برخوالو زده کوونکيو شمير هم زيات شوی دی. له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠٠٦ کال پوری څه دپاسه دری زره او دری سوه ښوونکي او زده کوونکيو د هانکانګ پوهنتونونو له خوا د علمی تبادلی په فعاليتونو کې ګډون کړی دی.

ښاغلي لين جن هوا دا خيره تکرار کړه چې د زده کړې او ښوونې په ساحه کې د هانکانګ له لوړ پوړيو ښوونځيو سره همکارۍ د بيجينګ پوهنتون د پرمختيائی ستراتيژيکۍ يوه برخه ده. له يوې خوا د هانکانګ لوړ پوړی ښوونځي ځانګړی عوره والی لري. هغوی نه يوازی د اداری پرمختللی نظريی او بڼې او غښتلی کارپوهان او علمی پروګرامونه لري چې په نړيوالو پرمختلليو علمی ساحو کې ځای نيسی. له بلې خوا د هانکانګ د پوهنتونونو د نړيوال کيدو کې هم لوړه ده چې د ښوونکيو او د استعداد لرونکيو کسانو د روزنې په برخو کې پوره تجربی لري. بيجينګ پوهنتون لرغونی تاريخ او په زياتو علمی ساحو کې وړتياوې لري، د ښوونې او علمی څيړنی په برخه کې پياوړی توان لري، نو د هانکانګ له پوهنتونونو سره د همکارۍ ښه بنسټونه لري.