<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-28 19:05:40    
د چين د نارينه و د رواجو جامو ډيزاين کوونکي جي ون پو

cri

د روان کال د جنوري په مياشت کې د ايتاليا د ميلان د رواجو جامو په اونيز فعاليت کې د چين د جامو د ډيزاين کوونکي جي ون پو له خوا ډيزاين شوي د لي لانګ په نوم د نارينه و رواجي جامې د لومړي ځل له پاره نړيوالو ته ننداره شوي چې د نړۍ د اړوندې ټولنې زيات پام او پاملرنه يي ورجلب کړېده ٠ ټولو ته معلومه ده د ايتاليا د ميلان د رواجو جامو اونيزه ننداره په نړۍ کې د رواجو جامو د نندارې په هکله لومړي کچه ننداره ګڼل کږيږي ٠

ښاغلي جي ون پو د دغې نندارې د يادولو په وخت کې خبريال ته وويل په ميلان ښار کې ستر برياليتوبونه مو تر لاسه کړي دي ٠ ايتاليا د روجو جامو د نندارې په هکله يوه نړيواله صحنه ده ٠ ولې زمونږ له خوا د ډيزاين شويو جامو بڼه د يو شمير اړوندو کارپوهانو له خوا منل او پيژندل شوې ، يو مهم لامل يي دا دي چې زمونږ ډيزاين چيني ځانګړتيا لري چې د ايتاليا په اړوندو مغکرو کې نه پيدا کيږي ٠ ښاغلي جي ون پو د تيرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د چين په شمال ختيځ په جي لين ولايت کې زيږيدلې او پخوا د دولتي تصدۍ يو کارکوونکي و ٠ له دي امله چې هغه د انځورګرۍ بنسټ درلود ، نو وروسته يي د جامو د ډيزاين کولو کار ته اړول شوي او د ډيرو کلونو د کوششونو له لارې يي د ننه په هيواد کې د جامو په يو مشهور ډيزاين کوونکي ګرځيدلي دي ٠ ښاغلي جي ون پو څو څو ځله د چين د جامو د لس تنو ممتاز ډيزاين کوونکو جايزه اخيستې او د چين د نارينه و د جامو

د مشهور ډيزاين کوونکي په توګه يي وياړ او افتخار تر لاسه کړي دي ٠

په ايتاليا کې د ميلان د رواجو جامو د نندارې په اونيز فعاليت کې د چين اړوندې خبريالې ميرمن وو هونګ يوي وويل چې د چين د ډيزاين کوونکي اختراعات ډير وتلي او دده له خوا ډيزاين شويو ځينو جامو د ايتاليا د اړوندو مشهورو شخصيتونو زياته مينه ورجلب کړې ده ٠ ښاغلي جي ون پو وويل چې د ايتاليا د رواجو جامو د ليميتيد شرکت مشر ماريو بوسيلي د چين د رواجو جامو د ډيزاين په هکله ډير حيران شو ٠ دده په أند د چين دغه ډيزاين کوونکي اختراعات د نړۍ د لومړې کچې توليداتو استازيتوب لري ٠

ښاغلي جي ون پو اوس د چين د لي لانګ په نوم د رواجو جامو د ليمتيد شرکت عمومي طرح کوونکي دي ٠ په ٢٠٠٠ کال کې چې ښاغلي جي ون پو تازه په دغه شرکت کې په کار پيل وکړ ، دغه شرکت يوازي لس ګونه فرعې دکانونه شته ، خو تر ٢٠٠٦ کاله پوري د دغه شرکت دکانونه دوه زرو ته رسيدلي او د خرڅلاو کلني ارزښت يي له پنځو مليارډ څخه تر شپږ مليارډ يوانو پوري و٠ ښکاره ده چې دغه چټګ پرمختګ د ښاغلي جي ون پو له خدمتونو څخه نه جلا کيږي ٠ د دغه شرکت عمومي چارواکي ښاغلي وانګ ليانګ سينګ وويل چې د ډيرو جامو بڼې يوازي د ښاغلي جي د ډيزاين له لارې ، ډير ځانګړي او ژوندي ښکاري ٠ د ميلان د رواجو جامو د نندارې په اونيز فعاليت کې د ښاغلي جي ون پو له خوا د طرح شويو جامو ننداره هغه لومړني ننداره ګڼل کيږي چې د چين د نارينه و د نمنوي رواجي جامې د نړۍ د مشهور طرح کوونکو له اختراعاتو سره يو ځاي

په نړيواله صحنه کې ښيي٠ ښاغلي جي ون پو وويل چې په چين کې د لي لانګ په نوم د نارينه و له جامو څخه سر بيره نور د بېلا بېلو نوم په نامه يو زيات شمير رواجي جامې هم په نړيوال بازار کې د ننوتلو توان لري ٠ همداشان په دي وروستيو کلونو کې د چين د جامو توليدي چارو ستر پرمختګ کړي او په نړيوال بازار کې له نورو تصديو سره د سيالۍ لياقت لري ٠

ښاغلي جي وويل چې د چين د جامو د يو طرح کوونکي په توګه هغه هيله لري چې له نورو چيني طرح کوونکو سره يو ځاي په نړيواله صحنه کې ودرريږي او په نړيوال بازار کې د چين د لا زياتو اړوندو توليداتو د ننوتلو له پاره خپل کوششونه او خدمتونه تر سره کړي ٠