<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-28 19:51:42    
چين د کيناستونکي بيړۍ په وسيله سپوږمۍ ته د انسان استولو پلان نه لری

cri

د سپوږمۍ پلټنې په موخه د چين د چانګ ئه لومړی نمبرې مصنوعی سپوږمکۍ د تيرې مياشتې په څليرويشتمه نېټه په بريالۍ توګه فضا ته وتوغوله شوه او څو ځله مدارونه يې هم بدل شول چې دغه خبر د هيواد دننه او بهر د زياتې پاملرنې لامل ګرځېدلی دی.

د چين د دفاعي چارو د علمي کميسيون اړوند مشر له دې امله چې نورو هيوادونو د سپوږمۍ د پلټنې په هکله د چين پر راتلونکي پلان باندي ډول ډول ګمانونه کړيدي ، په څرګند ډول وويل چين تر اوسه پورې د کيهاني بيړۍ په وسيله سپوږمۍ ته د انسان استولو پلان نه دی جوړ کړی .زياتو چيني کارپوهانو هم ويلي چې سپوږمۍ ته د انسان ليږدولو لپاره بايد زيات لاملونه تر نظر لاندی ونيول شی . د اوسني حالت له مخې چين ددغه هدف د ترسره کولو زمينه نه ده برابره شوې .

د سپوږمکۍ پلټنې پلان مسئول ژوان ان جي وويل چې سپوږمۍ ته د انسان ليږدولو په بهير کې ډيرې ستونزې او خطرونه موجود دي او زياتو پانګو ته اړتيا لری ، نه دا چی د ذهني خيال له مخې ترسره کيدای شی.

دا حقيقت بايد تر سم نظر لاندی ونيول شی چې له علمي او تخنيکي توان سره سم سپوږمۍ ته د انسان ليږدولو لپاره د چين په وړاندي لا اوږده لار موجوده وی.

د ليږدونکي تکنولوژۍ پوره کنترول د ليرې فضا يا سپوږمۍد پلټنې لپاره بنسټيزه زمينه ده او د چين اوسني ليږدونکي توان د ياد شوي هدف د پلی کولو لپاره کافی نه دی . د حيثيت لرونکي سازمان لخوا د برابر شويو معلوماتو سره سم تر اوسه پورې چين دا توان او لياقت لری چې د چانګ جن ليږدونکي توغندی په وسيله د نهو ټنو په

وزن انسان وړونکي کيهانۍ بيړۍ د دريو سوو کيلو مترو په ليرې فضايي مدار او د پنځه ټنو په وزن مصنوعي سپوږمکۍ د شپږ ديرش زره کيلو مترو په ليرې همګام مدار ته وتوغوي چې دغه ليږدونکی توان سپوږمۍ ته د انسان ليږدولو هدف نشی بشپړولی.

د معلوماتو له مخې اوس چين د نوي ډول ليږدونکي توغندي په جوړولو لګيا دی چې له مخې به د پنځه ويشت ټنو په وزن فضايي دستګاه ځمکې ته نژدی مدار ته او يا د څوارلس ټنو په وزن فضايی دستګاه له ځمکې سره همګام مدار ته وليږدول شی. خو د کارپوهانو په نظر له يوې خوا چين به پنځه کاله وروسته نوی ډول ليږدونکي توغندی جوړ کړی ، له بلې خوا دغه نوی ډول ليږدونکي توغندی لا هم سپوږمۍ ته د خلاباز ليږدولو توان نه لری يا په بله ژبه يوازی خلاباز سپوږمۍ ته ليږدولی شی خو بيرته ځمکې ته نشی رسولی.

د ليږدولو توان کمزورتيا يوازی يوه برخه ده . د سپوږمۍ پلټونکي پلان عمومی طراح ښاغلي سون جيا دونګ وويل د مصنوعۍ سپوږمکۍله فضايي الوتنې څخه سپوږمۍ ته د انسان تر سفر پورې نوموړې پروژه ډيره پيچلې سيستماتيکه پروژه ده او د چين کارپوهانو زياتې تخنيکي ستونزې نه دي حل کړي د بېلګې په توګه له فضايي بيړۍڅخه د خلاباز وتل ، د فضايي دستګاوو تړل ، د سپوږمۍ په سطح د خلاباز ژوند کول او داسی نور. ده وويل چې دغه تخنيکي ستونزې او مشکلات مو لا تر اوسه نه دي حل کړي او په لنډه موده کې يې د حليدو شونتيا نشته .

د سپوږمۍ پلټونکي پلان په هکله د عملي علومو لومړنی ساينس پوه اويانګ ځه يون وويل چې دا د سپوږمۍ پلټنې لپاره د چين لومړۍ سپوږمکۍ ده ځکه چې موږ د

سپوږمۍ په هکله زيات معلومات نه لرو. يوازی په دې شرط چې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړو، راتلونکي علمي څيړنې او اړتياوې به په پر له پسې ډول پراخې شی.

د دفاعي چارو د علمي کميسيون مشر څرګنده کړه چې سپوږمۍ ته د انسان ليږدولو پلان بايد زموږ هيواد د مشخصاتو او توان له مخې او د يو لړ کلي تخنيکي ستونزو د ليرې کولو پر بنسټ په مناسب فرصت ترسره شی.