<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-29 18:37:24    
د سو جو ښار د تای هو جهيل په غاړه د ساعتيري فارم

cri

د شنې رڼا په نامه د ساعتيري فارم چې د چين په جنوب د سو جو ښار په شي شان ټاپو کې پروت دی، ديرش هکتاره پراخوالی لري، د دغه ښار داسی لومړی فارم دی چې د توليدي چارو ، ژوند او سيلانۍ لپاره مناسب دی. نوموړی فارم د ميوو او کورنيو مرغانو او څارويو د روزلو او د وحشي څارويو د ساتلو او د پلاستيکي فارومو په برخو ويشل شوی دی. د درې سوو مترو په اوږدوالي د ميوو روزلو په سيمه کې د چين د تايوان څلويښت ډولونه ميوې موندل کېږي، د څارويو په سيمه کې نه يوازی سويان، چرګې او پسونه بلکی د چين د ځانګړيو هوسيو او ميښو په شمول کم ليدلی څاروي هم روزل شويدي ، په پلاستيکي فارم کې د بادرنګ او رومي بانجانو په شمول سابه کرل شويدي. د دغه فارم خاوند څای سنګ جيا په وياړ سره وويل چې موږ د باران د راغونډولو له لارې سبو او ميوو ته اوبه ورکوو چې کرل شوي سابه او ميوې ډېر خوندورې دی. هغه وويل د بيلګی په توګه د کوچني بادرنګ د کرلو په ترڅ کې عمومأ کيمياوی سرې کارول کېږي، زموږ په فارم کې بادرنګ د عضوي سرو په استفادی سره توليديږي او خوند يې نور هم زياتيږي.

د تايوان کرهنيزې تکنولوژی د چين د سترې برخې په پرتله پرمختللې ده ، نو د چين ستره برخه غواړی چې تايوانی سوداګران د کرنيزې سيلانۍ په چارو کې پانګې

ولګوی. د سو جو ښار د ولسی کانګرس د دايمی کميټی مرستيال وو وين يوان وويل تايوانی سوداګران نه يوازې د ساعتيري فارم په توګه پرمختللی نظريی بلکی د کرنيزو چارو په اداره کولو کې هم پرمختللی تجربی لری. هغه وويل د ساعتيري فارم جوړول به د شي شيان ټاپو حتی د سو جو ښار د تای هو جهيل په سيمه کې د کرنيزو چارو د بريالي اوښتون او چټکې پرمختيا لپاره ګټور وي او د کرنيزو چارو د عصري کيدو او سيلانۍ تر منځ د يو ځايښت په برخه کې به يوه مهمه بيلګه وګرځي. برسيره پر دې د شنی رڼا په نامه د ساعتيري فارم د کرنی او سيلانی په برخه کې د تايوان تنګی د دواړو غاړو تر منځ د همکارۍ ټينګتيا لپاره يو ښه ډګر برابروي چې په ځينو اړوندو ساحو کې د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ او تګ راتګ په پياوړتيا کې ستر رول ولوبوي.

د چين د ګو ميندانګ ګوند مرستيال ښاغلي جيانګ بينګ کون هم د سو جو ښار د الکترونيکی معلوماتو له نندارتون څخه د کتنې په ترڅ کې د نوموړی فارم په پرانيستونکو مراسمو کې برخه درلوده او په ځانګړې توګه يې خپله مبارکې څرګنده کړه. ده وويل سو جو ښار نه يوازی د ډير پرمختللی ساينس او تکنولوژی بلکی د سيلانۍ په برخه کې هم د پانګونې لپاره ښه ځای دی. په دغه ښار کې تايوانی سوداګران ډېر زيات دی او دغه ښار د الکترونيکی توليداتو د چارو پر پرمختګ برسيره ښکلې منظرې او پراخې ځمکې هم لري. د کرنيز فارم سيل کول د تايوان د کليوالو مسئلو د له منځه وړلو غوره لار ده . زه باور لرم چې د دغه فارم جوړونکی ډله به د تايوانی تجربو په استفادی سره په دغه ځای کې په ښه توګه ځمکی استعمال کړي، ايکولوژيکی چاپيريال به هم وساتي او د استخدام زيات فرصتونه به برابر

کړي. زه هيله من يم چې دغه ډول پانګونه نه يوازی د سو جو ښار د سمسورتيا او بسيا لپاره رول ولوبوي بلکی د تايوان تنګی د دواړو غاړو تر منځ د سولې بهير پرمخبوزي.

ګرانو اوريدونکو، که تاسی غواړی چې طبيعی او شنه تايوانی سابه او ميوې وخورئ او له طبيعت سره نژدی شئ، نو سو جو ښار ته ولاړ شئ.