<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-29 18:26:26    
د دايناسور او مستحاثاتو په اړه معلومات ( ٢ )

cri

دايناسور هګۍ اچوونکی حيوان و ، خو د شلمی پيړۍ دمخه د دايناسور د هګی فوسيل نه وو پيدا شوی ٠ په ١٩٢٢ کال کې د جنوب لويديځ چين په صحرايی څنډه کې د اويا اتيا هګيو فوسيل پيدا شول٠ د عالمانو په نظر دغه ډول دايناسور ډير کوچنی و او وجود يی يوازی يو متره اوږدوالی درلود٠ د دايناسور د هګی فوسيل د دايناسور د څيړنی لپاره ډېر اهميت لری او د دايناسور د اسکليتونو په پرتله ډېر قيمت هم دی٠ څرنګه چې دايناسور ډېر لوی او جګ حيوان و ، نو هګۍ يی هم ډېره غټه وه٠ ډېره لويه هګی شل سانتی متره قطر او کوچنی هګی يی اته سانتی متره قطر درلود ٠ د هګی پوست تقريبأ دوه ميليمتره پنډوالی لری، ځينی يی حتی اوو ميليمترو ته رسيدلی دی٠ د هګی په سطح باندی ډول ډول خطونه ليدل کيږی ٠ د وروستيو کلونو راهيسی د چين په لسو ګونو ولايتونو کې د دايناسور هګۍ پيدا شوی او په ځينو ولايتونو کې ډېری زياتی داسی هګۍ تر لاسه شويدی٠ د مثال په توګه په ١٩٨٣ کال کې د چين جنوبی ولايت يون نان په ان نينګ ولسوالی کې يو څلور کلن هلک چې جانګ جيان نوميږی يوه ورځ د يوه سيند په غاړه لوبې کولې او يوه ډبرينه هګۍ يی تر لاسه کړه ٠ دغه ډبرينه هګۍ د غاز له هګۍ سره برابره ده او خاکستری رنګ لری٠ دغه ډبرينه هګی يا د هګۍ په شان ډبره چې يو سلو اويا سانتی ګرامه وزن لری د يو ډول دايناسور د هګۍ فوسيل دی٠

د لرغون پيژندونکو په أند دغه ډول دايناسور اويا مليونه کاله دمخه د ځمکی په کره کې ژوند تيراوه ٠ که څه هم د چين په لسګونو ولايتونو کې د دايناسور فوسيل پيدا شوی دی، خو د مرکزی چين د سيچوان ولايت ځي ګونګ ښار ته نژدی په دا شان پو نومی ځای کې د اوولسو زرو مربع مترو په ساحه کې د دايناسور ډېر زيات فوسيلونه پيدا شوی دی٠ د اتمی لسيزی په لومړيو کلونو کې لرغون پيژندونکو د دريو زرو مربع مترو په ساحه کې د کبانو او کيشپانو په شمول د حيواناتو اسکليتونه پيدا شوی چې په دغه جمله کې د څلويښتو ټنو په وزن د ديرشو دايناسورانو مکمل هډوکی شامل وو٠ د لرغون پيژندونکو په أند دغه ډول دايناسورانو په هغه دوره کې ژوند کاوه چې له پنځه شپيتو مليونو کالونو څخه تر دوو سوو مليونو کالونو پوری ليری و ، خو په نړۍ کې ددغه ډول دايناسور پاتی شونی ډېر کم ليدل کيږی٠ د ١٩٨٢ کال د دسمبر په مياشت کې په دغه ځای کې د دايناسورانو د اسکليتونو لومړنی موزيم جوړ شو٠