د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان اوسنی ولسمشر پرويز مشرف د نومبر په نهه ويشتمه نېټه په اسلام اباد کې څرګنده کړه چې د يو غير پوځی ولسمشر په توګه د ده ټاکنه د ديموکراسۍ لور ته د پاکستان يو مهم ګام اچتول دی.
ښاغلي پرويز مشرف د ولسمشرۍ د لوړې کولو په مراسمو کې وويل پاکستان اوس له سياسی بحران څخه د ځان ژغورنې په حال کې دی، پارلمانی ټولټاکنې به د راتلونکي کال د جنورۍ په اتمه نېټه په عادلانه او مساوی توګه تر سره شي او خپل هېواد ته د خلکو ګوند د مشرې بينظير بوټو او د مسلم ليګ مشر د نواز شريف بېرته راتګ به د دغه هېواد د سوله ايز تفاهم لپاره ګټور وي. ده زياته کړه چې پاکستان به له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي او د اقتصادی پرمختګ لپاره به کوښښ وکړي.