د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت ئيس هو جين تاو د نومبر په نهه ويشتمه نېټه ښاغلي پرويز مشرف ته يو پيغام واستاوه چې په کې يې د پاکستان د ولسمشر په توګه د ده د بيا ټاکنې په اړه مبارکی ويلې ده.
رئيس هو جين تاو د مبارکۍ په پيغام کې وويل پاکستان د چين ښه ګاونډی، ملګری، همکار او ورور هېواد دی. د چين او پاکستان ترمنځ د سياسی اړيکيو د ټينګېدو له څه دپاسه پنځوسو کلونو راهيسی دواړو هېوادونو تل د سوله ايز ګډ ژوند د پنځه ګونو اصولو پر بنسټ متقابل درناوی، تفاهم او باور کوي او له يو بل څخه ملاتړ کوی چې ښه دوستی يې ټينګه او خپل منځي هراړخيزه همکاری کړې ده.
رئيس هو جين تاو زياته کړې چين هيله لری چې له پاکستان سره يو ځای په هراړخيزو ساحو کې د خپل منځي همکاريو د پياوړتيا، د ستراتيژيکی همکارۍ د اړيکيو د پرمختګ او د يوې دايمی، سوله ايزې، ګډې سمسورې او همغږۍ نړۍ د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.