د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د نوامبر په نهه ويشتمه نېټه د يو غير پوځی ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته په يوه وينا کې وويل: د پاکستان بيړنی حالت به د دسمبر په شپاړسمه نېټه له منځه يوړل شي. هغه زياته کړه چې پارلماني ټولټاکنې به د پاکستان اساسی قانون سره سم د راتلونکې کال د جنوری په اتمه نېټه تر سره شي.
د پاکستان د مخالفو ګوندونو ټولنې د ګوندونو ديموکراتيک غورځنګ په همدې ورځ په لاهور کې د يوې غونډې په ترڅ کې پر دې خبره ټينګار وکړ چې دوی به له پارلماني تولټاکنو سره مخالفت وکړي.
د يو بل خبر له مخې: د امريکا د سپينی ماڼۍ وياندې دانا پيرينو د نوامبر په نهه ويشتمه نېټه د پاکستان د بيړنۍ حالت د له منځه وړلو هر کلی کړی دی. هغې د پاکستان له بېلا بېلو ګوندونو څخه غوښتنه وکړه چې خپلمنځی تاوتريخوالی او اخ وډب له منځه يوسي او په فعاله توګه په پارلمانی ټولټاکنو کې ګډون وکړي.