<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-30 18:07:05    
د لين شيا ښار ( ٢ )

cri

د لين شيا په ښار کې نور قومي خلک د باو ان قوم خلک دي او نيکه ګانو يې په مغولي قوم پورې اړه درلوده ٠، په اوولسمه پيړۍ کې د چين د چينګ هاي له ولايت څخه د ګان سو ولايت د لين شيا ښار ته ولاړل ، د باو ان قوم نارينه خپل قومي لباس اغوندي او په سور کمربند خپله ملا تړي او د باو ان په نامه توره له ځان سره ګرځوی ، د باو ان په نامه توره په شمال لويديځ چېن کې ډير شهرت لري ، پوښ يې هم ډير ښکلی ښکاري ٠

د لين شيا ښار د ګان سو ، چينګ هاي او سي چوان د دريو ولايتونو ترمنځ واقع دی ، يوه حاصلخيزه سيمه ده او خپل ځانګړی کلتوري او خاص ساختماني هنر لري ٠ په دغه سيمه کې يو ډول هنر چې پر خښتو باندې ښکلي تصويرونه حکاکي شوي دي په چين کې هم شهرت موندلی دی ، دا ډول هنر په ميلادي لسمه پيړۍ کې رامنځته شوې و چې پر خښتو باندې راز راز په زړه پوري او ښکلي تصويرونه کښل کيږي ، ددغه

ځای د خښتو خام مواد خاص د دا سيا په نامه د سيند په غاړو کې يو ډول خاورې دي کله چې له دغو خاورو څخه خامې خښتې جوړې شوې نو هنرمندان ورباندې ښکلي ښکلې تصويرونه کاږي ، ددوې نه وروسته دغې خامې خښتې په بټۍ کې د اور په

وسيلی پخيږی ، ورپسي يوه يوه ښکلې خښته جوړيږی٠

د لين شيا په ښار کې دوه مليونه مسلمانان اوسيږي ، هغوي هره ورځ پنځه وخته لمونځونه اداکوي ، هر سهار د ښار په ګوټ ګوټ کې د أذان اواز اسمان ته پورته کيږي مسلمانان لومړي د سهار لمونځ ادا کوي ، او تر هغه وروسته په خپلو کارونو پسې ځي ٠