<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-30 18:55:17    
په تبت کې د کلتور او چاپيريال ښه ساتنه

cri

د چين د تبتی پوهنې ټولنې د يو څېړونکی أن څای په مشری د چين د تبت پېژندونکو پوهانو پلاوی په وروستيو ورځو کې د امريکا له اړوندو سياستوالو کارپوهانو او خبری رسنيو سره د نظريو تبادلې کړي دي. د دغې پلاوی غړی او د چين د تبتی خپلواکی سيمې د ټولنيز و علمونو اکاډمۍ د مذهبی څيړنې د څانګې مشر څي ژن جيا بو وويل د دغه سفر موخه د ريښتينو شمېرنو، عکسونو او تجربو له لارې بهرنيو ملګرو ته د يو ريښتينی تبت څرګندول دی. له ځينو بهرنيو کارپوهانو سره د د نظريو تبادلې په ترڅ کې مو احساس کړی چې پر تبت باندی د ډېرو بهرنيو کارپوهانو او حکومتي چارواکيو پېژندنې ډېرې يو اړخيز او خيالي دی. ده وويل

دوی په ډېره خيالی توګه تبت ته ګوري او د تبت ريښتينی حالات نه پېژنني.

ځينو بهرنيو خبری رسنيو ويلی چې تبتی کلتور په ښه ډول نه دی ساتل شوی. په دی هکله څي ژن جيا بو وويل دغه وينا په پوره توګه له رښتيا سره سمون نه لري. ده وويل

په تبت کې د بزګرانو او مالدارانو شمېر په سلو کې اتيا او نوی برخه نيسی. دوی هره ورځ تبتي ژبه کاروي. په ښارونو کې بايد د لومړيو او منځنيو ښوونځيو زده کوونکي تبتی ژبې زده کړې وکړي او د تبتی کلتور د ساتنې، څېړنې او درس ورکولو په ډېرو ارګانونو کې تبتي ژبې هم کارول کېږي. نو دغه ژبه نه ده ورک شوې بلکې په ښه ډول ساتل شوې ده.

ده زياته کړه په تبت کې د بهرنيو کلتورونو خپرول د تبتي کلتور لپاره يوورانوالی نه دی. د کلتورونو ترمنځ ټکرونه ، د بلګې په توګه د ځايي او بهرنيو کلتورونو ترمنځ او يا د دوديزو او معاصرو کلتورو ترمنځ ټکرونه نړيوال شوي دي. نه يوازی تبتي کلتور بلکې په ټوله نړۍ کې کلتورونه له دغې مسئلې سره مخامخ دی. نو بايد په فعاله توګه دغې مسئلې ته پاملرنه وشي، نه په منفی رويه.

پر کلتور سربېره په تبت کې د چاپيريال ساتنې په اړه مسئله هم د يوې مهمې موضوع په توګه بحث شوی ده. ډېر کسان انديښمن دی چې د چينګهای او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې جوړول به د دغې سيمې چاپيريال ته زيانونه ورسوي. په دی هکله څي ژن جيا بو وويل

د ځينو کسانو په أند د چينګهای او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې جوړول د چاپيريال د ساتنې لپاره ګټور نه دی. دا خبر کومه ريښتينولي نه دي. د چين حکومت د دغې لارې د جوړولو په ترڅ کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې يو مليارد او پنځه سوه مليونه يوانه لګولي دي. د نورو کسانو په أند په دغه سيمه کې وحشی حيوانات د دغو لارو له بشپړتيا وروسته تښتی شوی خو په ريښتينی توګه د وحشی حيواناتو شمېر زيات شوی دی.د دغو حيوانانو ژوند له چاپيريال سره نژدی تړاو لري. نو ورڅخه څرګندېږي چې په تبت کې چاپيريال په ښه ډول ساتل شوی دی.

څي ژن جيا بو وويل پر تبت باندی د ډېرو بهرنيانو پېژندنه نه په خپلو سترګو يا غوږونو ليدلې او اورېدلې ده. دوی نه يوازی د دغې سيمې د پخوانی تاريخ په اړه معلومات نه لري، بلکې په خپله يې د تبت اوسنيو حالاتو نه دي ته کتلی .نو ده هغو

کسانو ته چې تبت ته پاملرنه ورسره مينه لري، له دغې سيمې څخه د کتنې وړانديز

وکړ. ده وويل

هر هېواد او ملت لپاره پرانيستونکی دی. د تبت ټولنيزو علمومو اکاډمۍ علمی ټولنې د ډېرو بهرنيو هېوادونو له علمی ټولنو سره د نظريو تبادلې اړيکې ټينګ کړي دي. که مونږ ته غوښتنليک وړاندی کړي، نو دوی کولای شي چې هر وخت دلته راشي او هر سلانی کولای شي چې د سيلانۍ اېجنسی له لارې تبت ته سفر وکړي.