<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-30 18:26:04    
تاو ځه شويان

cri

له رياضي پوه چيو چن تونګ وروسته يو بل چينی رياضي پوه رياضيات په لوړه څوکه ولاړ دی.د اګست په دوه ويشتمه نېټه په هسپانيا کې د ٢٠٠٦ کال د رياضي پوهانو په نړيواله غونډه کې په برخه دغه کې تر ټولو لويه جايزه يعنی د فيلدز جايزه څلورو کسانو ته ورکړل شوه. د استراليا رياضي پوه تاو ځه شويان چې په خټه چينی دی اصل لري،دوهم چينی وګړی دی چې دغه جايزه تر لاسه کوی

د فيلدز جايزه په نړۍ کې د رياضيا په برخه کې د نوبل جايزه ګڼل کيږي. د جمعې رياضيات او ګډې څېړنې په ګډون د ځينوستونزمنو موضوعاتو د حلولو په برخه کې هڅو او خدمتونو له امله ښاغلی تاو ځه شويان دغه جايزه تر لاسه کړه. که څه هم هغه تر ټولو ځوان جايزه ګټونکی دی،خو څه د پاسه اتيا اړوند مضمونونه يې خپاره کړی او له دې مخکې يې هم ډېرې علمی جايزې تر لاسه کړی دی.د بيلګې په توګه، هغه په ٢٠٠٠ کال کې د ساليم جايزه ،په ٢٠٠٢ کال کې د بوسيرچر جايزه ، په ٢٠٠٣ کال کې د قلې جايزه او په ٢٠٠٥ کال کې د ليوي عل کونانت جايزه تر لاسه کړه.

د ښاغلی تاو ځه شويان پلار او مور له هانکانګ څخه استراليا ته تللی دی او تاو ځه شويان په استراليا کې زېږېدلی او دويې کړی دی.په ماشومتوب کې تاو د رياضي په برخه کې خپل استعداد ښکاره کړی چې د ده د پلار او مور په أند د ٢ کالو په عمر تاو ځه شويان له رياضيات سره مينه درلوده او خپلو کوچنيو ملګرو ته د شمېر په اړه درس ورکاوه. هغه د اتو کالو په عمر په منځنی ښوونځی کې داخل شو او د دولسو کالو په عمر د پوهنتون په دريمې کچې کې يې د رياضی زده کړې وکړې. ١٦

کلن تاو ځه شويان د ساينس علمي درجه او له يو کال وروسته يې د ماسترۍ درجه تر لاسه کړه. ورپسی امريکا ته لاړ او په پرينسيتون پوهنتون کې يې داکټری درجه تر لاسه کړی ده.د څليرويشتو کالو په عمر يې د امريکا د کلفورنيا پوهنتون د همېشنی رياضي پروفيسر په توګه په دنده وګمارل شو. بر سيره پردی هغه د رياضي په نړيواله اولمپيکی سيالۍ کې تر ټولو ځوان ګډون کوونکی و چې د ١١ کالو په عمر يې د لومړی ځل لپاره په دغه سيالۍ کې ګډون وکړ او د ١٣ کالو په عمر يې اتلولی تر لاسه کړه. دغه ريکارد تر اوسه پوری د چا لخوا نه دی مات شوی.

د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې د تاو په کورنۍ کې دری استعداد لرونکی کسان شته. د تاو ځه شويان کوچنی ورور تاو ځه يانګ په پر له پسی توګه د موسيقي،ستنج او رياضيات په مسابقو کې ډېرې جايزې تر لاسه کړې دی او تاو ځه ژن يعنی د ده دوهم کوچنی ورور په استراليا کې هم يو نامتو نابغه دی.د دغو دريو نوابغو د پلار په توګه ښاغلی تاو شيانګ ګوه وويل زما کورنۍ ډېره بختوره ده او زه ډير ښه خوښال زامن لرم. مونږ د زامنو د ودې لپاره تر ممکنه حده وپورې کوشش کړی او ورسره مو مرستی باربرې کړې دی.