<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-11-30 19:39:51    
د چيني طب يو افريقايي ډاکتر چيا فوهزا نجيتي

cri

محترمو او قدرمنو اوريدونکو، د پروګرام په دې لړ کې به د چيني طب د يو ځانګړي ډاکتر په هکله معلومات واورئ چې نوم يې چيا فوهزا نجيتي دی او د افريقا له کمرون څخه چين ته راغی او اوس د چين په شمال د شان شي ولايت د مرکز تاي يون ښار د مغزي فلج په روغتون کې کار کوی .

د نوموړي روغتون د درملنې په يوه کوټه کې ډاکترچيا فوهزا نجيتي په داسې حال کې وليد چې دی د يوه ماشوم ناروغ په درملنه بوخت دی . يو ماشوم چې ډاکتر نجيتي يې وليد ،نو په ژړا شو 

ماشومان ټول له ما څخه ويريږي ځکه چې دوی له پيچکاري څخه بيريږي.

په روغتون کې ناروغان نجيتي ته تورپوستی ډاکتر وايی . څلور کاله مخکې نجيتي د ماشومانو د عصبی روغتيا په هکله د ماسترۍ درجې د تر لاسه کولو لپاره له کامرون څخه د شان شي ولايت د چيني طب پوهنځي ته راوليږل شو او له دې نه وروسته په ياد شوي روغتون کې په داوطلبانه درملنه لګيا دی. دوه ديرش کلن نجيتي نورو ته وايي چې نوم يې في لونګ دی ، في افريقا او لونګ چيني ښامار دی. ده وويل  د خپل هيواد د طب په پوهنتون کې می له طبيعي درملنې سره مينه درلوده . زما په اند چيني طب له نورو طبونو څخه پرمختګ کړی دی په تيره بيا د ستنووهلو په وسيلې درملنه ښه اثر لری او ډيره اغيزمنه ده. که څه هم د چيني طب تيوري او اصول مشکل دي په تيره بيا د بهرنيانو لپاره . سره له دې چې د چيني طب په هکله ځيني کتابونه په انګريزي ژبه ژباړل شويدي ، خو په دغې تيوري او اصولو پوهيدل لا

نجيني چين ته د رسيدو د خاطرې د يادونې په وخت کې وويل د بېجينګ له هوايي اډې څخه تر هوټل پورې نژدی يو ساعت مزل شته . بيجېنګ ښار ډير لوی دی او پرمختيا يې هم ډيره ښه ده چې دا زما لومړی خاطره ده . د هغو بهرنيانو لپاره چې چين ته لومړی سفر کوی the surprising feeling په بيجېنګ کې د لنډ مهال توقف وروسته نجيتي د شان شي ولايت د چيني طب پوهنځي ته وليږل شو او ددې تر څنګ د ولايت د مغزي ناروغيو په روغتون کې د ماشومو ناروغانو په درملنه بوخت دی . د نوموړي روغتون مرستيالې ګو شين جي وويل په لومړي وخت کې کوچنيو ناروغانو نه غوښتل چې د دغه تورپوست ډاکتر درملنه ومني. ځکه چې دوی ورڅخه ويريدل . ما دوي ته وويل چې دغه تورپوست کاکا ښه دی ، مه ويريږه . مخ ته يې مه ګوره .

لږه موده وروسته هغه حالت بدل شوی دی. دې وويل د نجيتي د چاپي کولو مهارت ورځ په ورځ ښه شوی دی چې په پايله کې د زياتو ناروغانو لخوا منل شوی . ډاکتر نجيتي وويل  زه له ماشومانو سره ډيره مينه لرم ، نو بايد تر وسې پورې ددوی درملنه وکړم ، نشی کيدای چې د خپلې ستړتيا له امله خپل کارنه شم پريښودای .

هغه ماشومان چې په مغزي فلج اخته دي ،د عقل او ورزش له پلوه نيمګړتياوې لری ، نو ددوی د روغتيا اعاده کولو بهير اوږد دی او له صبر او حوصلې څخه ډکې درملنې ته اړتيا لری. د ډاکتر نجيتي ملګري ډاکتر شه شياو جيې په ستاينې سره وويل نجيتي له طبي چارو سره ډيره مينه لري او له ناروغانو سره يې رويه زما څخه هم ډيره جدي ده او بېلا بېل کارونه يې هم په ښه توګه ترسره کړيدي .

نجيتي د ناروغانو د درملنې تر څنګ په سوداګرۍ هم لګيا دی . دی د خپلو ملګرو د غوښتنو سره سم له چيني شرکتونو څخه د طبي او الکترونيکي شيانو په شمول چيني توليدات اخلي او بيايې کامرون ته ليږي . ده وويل چې په نړۍ کې ټول موجودشيان په چين کې توليديږي چې کيفيت يی ښه او بيه يې ټيټه ده . نو چيني توليدات په کامرون کې ډير ښه بازار لری.

نن ورځ نجيتي په پوره توګه د چينايانو په ژوند کې ورګډ دی او يو چينايي ته ورته دی . هغه د چين د سترو بدلونونو د يادونې پر مهال وويل  تای يون د پخوا په پرتله د لارو ، ودانيو او هوا له نظره توپيرونه لری . که څوک په دوه زره او درېم کال کې تای يوان ته تلل وي ،څلور يا پنځه کاله وروسته به بيا تای يوان ته لاړ شی نو وبه مومی چې تای يوان بدل شوی وی . ځکه چې په هر ځاي کې نوي نوي او جګې جګې ودانۍ رامنځته شی.

نجيتي په فارغ وخت کې د وو شو ورزش کوی او هيله لری چې په چين کې ژوند وکړي .

د چين د بيمې چارو د زړو کسانو د ژوند د تامينولو لپاره ١٥ زره ميليارده يوانه برابر کړيدي

د سين هوا أژانس د خبر له مخې د چين د بيمې چارو د ادارې او څارنې کميسيون مشر وو دين فو د روانې مياشتې په ١٤نېټه په يوه غونډه کې وويل تر اوسه پورې د چين د بيمې چارو په هيواد کې د زړو کسانو د ژوند د تامينولو لپاره ١٥ زره ميليارده يوانه برابر کړيدي. دغه راز د چين د بيمې چارو د اتلسو ولايتونو د ٥٣ سيمو د دوو لکو هغو بزګرانو لپاره مستمري تنخوا ټاکلي چې ځمکې يې د نورو چارو لپاره استعمال شويدي.