<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-01 19:42:31    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم ! زمونږ دغه پروګرام هره اوونۍ د شنبې په ورځ خپريږی چې د اوريدونکيو بيلابيلو پوښتنو ته په کې ځوابونه ورکوو . هېله من يم چې د ليکونو او بريښناليکونو له لارې له مونږ سره اړيکې ونيسئ او خپلې بيلابيلې پوښتنې راواستوئ !

ګرانو دوستانو ! د پاکستان په صوبه سرحد کې زمونږ يو دايمی اوريدونکی بی بی طيبه څو ورځې دمخه په خپل ليک کې د بيجينګ د اولمپيک د سپورټی لوبو په اړه پوښتنه کړې ده . نو د پروګرام په نننی کړۍ کې به په دې اړه تاسو ته ځينی معلومات وړاندی کړم !

د بيجينګ د ښاروالی مرستيال او د دغو سپورټی لوبو د انتظامی کميټې اجرايوی مرستيال ليوجينګ مين ويلی چې د چين د حکومت او وګړيو د ملاتړ او د اولمپيک د نړيوالې کميټې او نړيوالې ټولنې د مرستو له لارې د دغه اولمپيک لوبې خپلې موخې ته د رسيدو په لار کې دی .

د بيجينګ د اولمپيک سپورټی لوبو له اوه ديرشو لوبغاليو څخه اوه ويشت بشپړ شوي او سربيره پر هغو به ملی لوبغالی د راتلونکی مارچ په مياشت کې بشپړ شی ، نور ٩ لوبغالی به د سږ کال تر پايه پورې په کار ولويږی . دغه راز د لوبو د پرانستنې او پای مراسمو د ترسره کولو ترتيب ټاکل شوي او د اولمپيک مشالونو د ليږدولو د تياريانې کار د ترسره کولو په حال کې دی . د بهرنيو هيوادونو او سيمو په هغو ښارونو کې چې مشالونه به ورڅخه تير شی ، هم په فعاله توګه تياری روانې دي . تر اوسه پوری د لومړی پړاو همغږی کارونه پای ته رسيدلی دی . په چين کې دننه د مشالونو د ليږدولو د

تياريانې کار د بيلابيلو ولايتونو او ښارونو د مشرانو تر ملاتړ لاندی په عادی ډول ترسره کېږی . برسيره پردی ، د مشالونو د شل زرو تنو ليږدونکو انتخابی کارونه هم په پراخ ډول ترسره کيږی . دغه راز د سياليو ټکټونو د رانيولو او پلورلو کارونه هم روان دي . ښاغلی ليو وويل چې په عمومی ډول دغه لوبغالي په بنسټيزه توګه د اولمپيک لوبو اړتياوې پوره کولی شي او د اولمپيک لوبو نړيوالې کميټې او د اړوندو نړيوالو ځانګړو سپورتی سازمانونو ستاينې يی حاصلی کړي دي .

د ښاغلی ليو په وينا ، تراوسه پوری شپږ سوه او اويا زره تنو کسانو د داوطلبانه کارونو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي . دغه راز په ٢٠٠٨ کال کې د معيوبينو د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونه هم په سالم ډول روان دي چې په بيلابيلو سټيډيومونو او جمنازيومونو کې معيوبينو ته د خدمتی تاسيساتو د جوړيدو په حال کې دي .

ښاغلی ليو هم وويل چې د اولمپيک لوبو د تيارۍ کارونه په نړۍ کې د بيجينګ شهرت زياتوی او په ښکاره توګه يې د بيجينګ اقتصادی پرمختګ پياوړی کړی دی . دغه راز د بيجينګ ښاری توان او خدمتونه ګام په ګام لوړيږی چې دچاپيريال ، ترانسپورت ، ښاری اساسی تاسيساتو په ساحو کې چټک پرمختګ مومی .

د شميرنې له مخې په دوه زره اووم کال کې د بيجينګ ښار د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت اوه سوه او اويا مليارډ يوانو ته رسيدلی چې دغه شمير د دوه زره لومړی کال په پرتله دوه اعشاريه يو چنده زيات دی او له بهرنيو هيوادونو او سيمو څخه بيجينګ ته د سيلانيانو شمير دری مليون او نهه لکه تنو ته رسيدلی چې دغه شمير د دوه زره لومړی کال په پرتله يو مليون زيات شوی دی .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده . خوشحاله او نيکمرغه اوسئ !