<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-02 19:52:37    
د چين د ويغوری قوم سندرغاړی روزاموتي له خوا ويل شوی سندرې

cri

د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د مشهور سندرغاړی روزاموتي له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د روزاموتی له خوا ويل شوی يوه ويغوری سندره واوريده چی نوم يی وو ښکلی شينجيانګ٠ روزاموتی د چين د ملی مرکز د سندرو ويلو او د نڅا کولو ډلی يواځينۍ سندرغاړی دی٠ هغه د شينجيانګ په وروموچی ښار کی زېږېدلی دی او د ماشومتوب په موده کی يی د سندرو ويلو او له نڅا کولو سره مينه درلوده٠ شپاړس کلن روزاموتی د شينجيانګ د وروموچی ښار د سندرو او نڅا په هنری ډله کې تر زده کړو وروسته له مشهور پوه پن ان ځه څخه د سندرو ويلو زده کړه وکړه٠ په ١٩٨٥ کال کی هغه د شانګهای د موسيقی په پوهنتون کی د سندرو ويلو زده کړې وکړې٠ له فراغت وروسته هغه بېرته شينجيانګ ته ستون شو او د وروموچی د سندرو او نڅا په ډله کی يی کار پيل کړ، په ١٩٩٧ کال کی د چين د مرکز د سندرو او نڅا په ډله کی د کال سندرغاړی شو ٠

( سندره ٢)

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د روزاموتی له خوا ويل شوی يوه قزاقی سندره واوريده چی نوم يی وو په دښته کې شپه ٠ دغه سندره د تېری پيړۍ په شپږمی لسيزی کې ډېره مشهوره وه چې په دغه سندره کې په يو ليری ځای کې پر نجلۍ باندی د هېواد په سرحدی سيمو کې د يو سرتيري مينه څرګنديږی٠

د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د وانګ لو بين له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی زما ملګری ٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!