د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو چارواکی د دسمبر په دوهمه نېټه وويل ملي پوځ او د ناتو په مشرۍ د امنيت ساتونکی نړيوال ځواک په وروستيو ورځو کې د قندهار په ولايت کې څو ځله پوځي عمليات تر سره کړی چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه څلويښت تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
د قندهار ولايت د پوليسو ادارې مشر سعيد اقا ساکيب وويل ملي پوځ او د ناتو ځواک د نومبر په دېرشمه نېټه د دغه ولايت د شح والي کوت په سيمه کې دوه ورځني پوځي عمليات تر سره کړی چې په ترڅ کې يې پنځه دېرش تنه طالبان وژلي. پر دې سربيره، دوی د دسمبر د لومړۍ نېټې په شپه د جالای په سيمه کې پنځه تنه نور طالبان هم وژلي دي.