<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-03 18:47:08    
د چين د شينجيانګ خطاط او انځورګر شن شی لان

cri

 د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې ښکلی منظرو د بېلا بېلو قومونو د وګړيو لپاره د ژوند ښه چاپيريال برابر کړی او زيات هنرمندان يې روزلي دي٠ د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسو ته د شينجيانګ مشهور خطاط او انځورګر شن شی لان دروپيژنو ٠

شن شی لان په کوچنيتوب کی له خپل پلار څخه د خطاطۍ او انځورګرۍ په زده کړې پيل وکړ٠ د ده په أند شينجيانګ د ده هنری زانګو ده او د دغې سيمې په پراخو چمنونو او صحراوو کی د ژوند له امله د خلکو سينه هم پراخه شوې ده ٠ د شينجيانګ ټول شيان د انځورګرۍ سرچينې دي٠ د تيرې پيړۍ له اوومې لسيزې راهيسی شن شی لان کله نا کله کليو ته ځی او له بزګرانو سره يو ځای وخت تيروی ترڅو د انځورونو په وسيلې خپلې ليدنی نورو خلکو ته وښئی ٠ هغه د لا زياتو معلوماتو د حاصلولو لپاره د چين بېلا بېلو ځايونو ته هم ځی ترڅو له مشهورو خطاطانو او انځورګرانو څخه د خطاطۍ او انځورګرۍ زده کړه وکړی او له انځورونو څخه يې نندارې وکړی٠ هغه وويل :

 زه د خپلو يو شمير انځورونو په وړلو سره د هېواد بېلا بېلو ځايونو ته ولاړم چې له يوې خوا مې له ځايي مشهورو انځورګرانو څخه زما د انځورونو د اصلاحولو په هکله غوښتنه کوله او له بلې خوا مې له ښکليو منظرو او د انځورونو له نندارتونو څخه د ليدنې له لاری د انځورونو کښلو لپاره ګټې اخيستې٠ ٌ

په ١٩٧٩ کال کی شن شی لان په وروموچی کی په بريالی توګه د خپلو انځورونو يو نندارتون ترسره کړ او په ١٩٨٥ کال کې يې د سينګاپور په بلنه په هغه هېواد کی خپل انځورونه وښودل، نندارچيانو وويل: د ده انځورونه يو ډول داسی جذابيت لری چې د مخنيوۍ وړ نه دی٠ ځايی خبری رسنيو د تبصرو په خپرولو سره وويل : هغه د چين د لويديځی سرحدی سيمې د انځورګرانو له ډلې څخه يو عجيب وتلی ماهر دی٠

خو کله چې انځورګر شن شی لان مشهور شو، د وروموچی ښار د انځورګرۍ ټولنې د مرستيال له دندې څخه يې استعفا وکړه او په لس ګونو کلونو کې يې په أرامه توګه خطاطی څيړله او انځورونه يې کښل٠ ده خبريال ته وويل :

  يو انځورګر يوازی د أرامتيا په حال کی ښه احساس لری٠ د انځور کښلو په ترڅ کی زما موخه د خپل زړه او فکر ښودل دي٠ زه غواړم چې د انځورونو په وسيلې له هېواد ، شينجيانګ سيمې او طبيعت سره خپله مينه څرګنده کړم٠ ٌ

شن شی لان د عقاب انځور د کښلو په برخه کی لوی لاس لری٠ هغه پخپله هم د يو عقاب په شان په جدی توګه د خطاطۍ او انځورګرۍ هوا ته ګوری او له لس ګونو کلونو راهيسی د خطاطۍ او انځورګرۍ چارو د پرمختګ لپاره نه ستومانه کيدونکی کوششونه کوی٠ اوس هغه په وروموچی ښار کی د انځورونو يو ځانګړی نندارتون پرانيستی دی ترڅو خپل انځورونه يا د ده لخوا راټول شوی رسمونه پکی وښئي او د خطاطۍ او انځورګرۍ له مينه والو سره أشنايي لری٠ ښاغلی جاو شياو پينګ له شن شی لان سره د ديرشو کلونو لپاره اشنا شوی دی٠ د ده په زړه کی شن شی لان خپل ښوونکی او دوست دی٠ ده وويل :

 د ښوونکي شن شی لان د خطاطۍ او انځورګرۍ أثار ډير ښکلی دی او لوړه هنری کچه لری چې د ده د غوره اخلاقو او افکارو څرګندونه کوی ، زه ورسره ډيره مينه لرم ځکه چې د دغو أثارو کتل ما ته خوښی رسولای شی٠ ٌ

ښاغلی شن شی لان د خطاطۍ او انځورګرۍ پر ژوند برسيره د خپلې کورنۍ ژوند ته هم ډيره پاملرنه کوی٠ د ده د اولادونو په زړونو کی پلار د کورنۍ ژوند چلونکی ماشين دی٠ د ده زوی شن بای چيوان وويل :

 زما پلار تل د هنری چارو لپاره کوششونه کوی، هغه د انځورونو کښلو په ترڅ کی هر شی هيروی، خو د انځورونو له کښلو څخه په فارغ وختونو کی خپلو اولادونو ته ډيره پاملرنه کوی ٠ هغه يو جدی پلار دی او تل زمونږ څخه غوښتنه کوی چې مهربان اخلاق ولرئ ، په جدی توګه کار وکړئ ، ناسمې ګټې مه اخلئ او بايد د ټولنې لپاره زيات خدمتونه ترسره کړئ٠ ٌ

اوس انځورګر شن شی لان د سيمينار د پرانيستلو له لاری د چين دوديزې خطاطۍ او انځورګرۍ او خپل مهارت د شينجيانګ ځوانانو ته ورزده کوی٠ هغه هيله لری چې لا زيات ځوانان د خطاطۍ او انځورګرۍ له لارې د چين بډای او وتلی دوديز کلتور احساس کړی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د مشهور خطاط او انځورګر شن شی لان په هکله يو راپور واوريد، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چی انځورګر شن شی لان د کوم مرغه د انځور کښلو په برخه کی لوی لاس لری؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ! ستاسی د برياليتوب په هيله ! سوکالۍ اوسئ !