<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-03 19:22:59    
د هه بی ولايت اقتصاد ته د پرمختګ په لور روان دی

cri

په وروستيو کلونو کې د چين د شمالې برخې د هه بی ولايت حکومت پر دی ټينګار کړی چې د چاو فی ديان په نامه د صنعتی سيمې په مرکزکې د علمی پرمختګ يوه نمونوی سيمه أباده کړی او پرمختلونکی اقتصاد ته يې چټکتيا ور کړی چې د مالونو ليږدولو، فولادو، د نفتو او کيمياوي تجهيزاتو جوړولو په شمول يې څلور لويې ساحې پراخې شوي دي.د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د هه بی ولايت د اقتصاد د پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو.

د شاودو د فولادو شرکت چې په بېجينګ کی پروت دی، په چين کې د فولادو توليدولو تر ټولو لويه اډه ده. په ٢٠٠٥ کال کې د چين حکومت له بيجينګ څخه په ٢٢٠ کيلو ميترۍ کې د هه بی ولايت د تانګ شان ښار د چاو فی ديان سيمې ته د دغه شرکت د ليږدولو لايحه منظور کړه.

د چاو فی ديان صنعتی سيمه د دغه ښار د جنوب په سمندری غاړه کې پرته ده او ښه طبيعی چاپيريال لري چې له امله به يې د لوی بندر او سمندری چارو د أبادۍ لپاره امتيازی شرطونه برابر شي. د دغه ولايت د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې چارواکی چوی هوا بين وويل چاو فی ديان د يوهای په سيمه کې يوازنی طبيعی ژور بندر دی او د څلور لکه ټنه مالونو وړونکې بيړۍ په مستقيمه توګه دغه بندر ته ننوځي چې د فولادو د توليد لګښت کم شی.

اوس د شاو دو د فولادو شرکت په اړه د جينګ تانګ د فولادو توليدولو فابريکې لومړی پروژه

د دغه شرکت د ليږدونې د يوې مهمې برخې په توګه جوړيږي.

د اټکل له مخې به دغه لومړی پروژه د ٢٠٠٨ کال په اکتوبر کې بشپړه شی.کله چې دغه شرکت د يوې مهمې صنعتی پروژې په توګه د ليږدونې وړانديز وکړ، ګڼ شمېر کسانو دغه شک درلود چې ښايی د دغه شرکت ليږدونه به دغې سيمې ته ککړتيا ورسوي. د دغې مسئلې په اړه د ځينګ تانګ د فولادو فابريکې يو مسئول شيو جيان هوا وويل په نوی فابريکه کې به نوی توليدی تکنالوژی وکارول شي. زمونږ فابريکه به له توليدی بهير څخه پاتی شوی توکي بيا وکاروي، د اوبو د بيا کارونې اندازه به په سلو کې ٩٧ اعشاريه ٥ ته لوړه شي، د بی فايدو ګازونو له لاری بريښنا توليد،د فولادو ويلی کولو له پاتی شونو څخه خښتې جوړې او د سمندری اوبو د تصفيه کولو په ترڅ کې رامنځته شوې غنی مالګينی اوبه د مالګنو جوړولو فابريکې ته وليږدول شی چې له امله يې ککړ توکي په بنسټيزه توګه بهر ته خپاره نه شی.مونږ غواړوچې زمونږ فابريکه د علمی پرمختګ ، نوښت او پرمختلونکی اقتصاد يوه نمونوی فابريکه وګرځي.

د دغه مسئول په وينا د توليد او د انرژۍ د کارونې لارو چارو پر بدلونونو سربېره به د دغه شرکت د اوسپنو معدنی ډبرو د ليږدولو لګښت هم کم شی. پخوا ډبرو له ليری ځای څخه ليږدونې ته اړتيا درلوده او بيا بيجينګ ته راليږدول کيدی. نوی فابريکه به له بندر څخه يوازی څو کيلو متره واټن ولري.د چاو فی ديان بندر مسئول وانګ ځونګ مين وويل  د جينګ تانګ د فولادو فابريکې زمونږ د بندر له اداري څانګې سره تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې د راتلونکی کال د جون له پيل څخه زمونږ د بندر له لاری د اوسپنو معدنی ډبرې نوموړی فابريکې ته وليږدول

شی.

د معدنی ډبرو د ليږدولو بندر پر جوړولو سربيره د چاو فی ديان د اومه نفتو او سکرو نقلولو بندرونه هم د جوړېدو په حإل کې دي .د دغو بندرونو له جوړولو وروسته به د چاو فی ديان بندر په هغه بندر بدل شی چې د مالونو راکړی ور کړی اندازه به يې پنځه سوه مليون ټنو ته ورسيږي.په دغه سيمه کې د صنعتی تصديو لپاره د اومه توکيو د ليږدونې وخت او د لګښت پر کمولو سربيره د دغو بندرونو له لاری خپل توليدات هم نورو ساحلی بندرونو او بهرنيو هېوادونو ته ليږدولی شی.

اوس ددغې سيمې ادارې کميټې د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو لاس پوری کوي او د تصديو راغونډولو ګامونه يې هم چټکوي چې هره ورځ په منځنی توګه سل مليون يوانه پانګه پکې اچول کيږي.