<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-03 19:17:46    
د بيجينګ کتابتون

cri

د بيجينګ کتابتون د دولت په کچه لوی کتابتون دی او د نړۍ له هغو پنځو لويو کتابتونونو څخه شميرل کېږي چې د ساتل شويو کتابونو شمير له لس مليونو څخه زيات دی. دغه کتابتون په ١٩٨٧ کال کې د بيجينګ په لويديځ کې جوړ شوی دی چې په أسيا کې د ساتل شويو کتابونو د شمير له پلوه لومړی مقام نيسی.

دغه کتابتون د چين په وروستی امپراطوری لړۍ کې د تاريخي سندونو او کتابونود زيرمې لپاره جوړ شو. د ١٩١١ کال له پاڅون وروسته دغه کتابتون د بيجينګ حکومت تر ادارې لاندی راغی او په دوهم کال کې په رسمی توګه د عامولوستونکو لپاره پرانيستل شو. په ١٩٤٩ کال کې د چين د ولسی جمهوريت له جوړولو وروسته دغه کتابتون د بيجينګ کتابتون په نامه ونومول شو. د شلمې پيړۍ د اوومې لسيزې په وروستيو کلونو کې دغه کتابتون پنځوس زره مربع مترو ته پراخ شوی او يوولس مليونه کتابونه پکې ساتل شويدي.

د بيجينګ کتابتون د نوې ودانۍ د جوړونې کال د ١٩٨٣ کال په سپتمبر کې پيل او د ١٩٨٧ کال د جولای په لومړی نيټه بشپړ شو. د چين فقيد مشر دنګ شياو پينګ د دغه کتابتون نوم وليکه.

که څه هم د بيجينګ کتابتون يوازی اتيا کلن تاريخ لري، خو ساتل شوي يوه اندازه ارزښتناک کتابونه اوه سوه کلونه مخکې د جنوبي سونګ او مينګ د امپراطوري لړيو کې په شاهي کتابتونونو کې ساتل شوی وو چې شمير يې دوه سوه شپيته زرو

جلدو ته ورسيد او نور دوه مليونه جلده عام کتابونه هم په دې کتابتون کې ښه ساتل شويدي. د تاريخ او کلتور د ساتنې او څيړنې او د دغو کتابونو د رول

لوبولو لپاره په دغه کتابتون کې زيات شمير تاريخی کتابونه بيا رغول شويدي. دغه کتابتون د نامتو ليکوالو او پوهانو د خطی نسخو ساتنې ته هم پاملرنه کوي او د نورو هېوادونو هغه ارزښتناک کتابونه هم پکې ساتل شوي چې په سلو ژبو چاپ شويدي. په دغو بهرنيو کتابونو کې د بيلا بيلو نظريو له مخې د نړۍ د سياست، اقتصاد، ساينس او تکنولوژی پرمختيايی حالت ترسيم شوي چې د مختلفو هېوادونو د حالت د څيړنې لپاره لازم توکي برابروي.

د بيجينګ کتابتون نوې ودانۍ چې د ١٩٨٧ کال په اکتوبر کې بشپړه شوې، پر ځمکې باندی شپاړس پوړونه او تر ځمکی لاندی درې پوړونه او بام يې د چين لرغونې ساختمانی بڼه لری. نوې کتابتون د اوه اعشاريه دوه څلويښت هکتارو په ځمکه د ١٧٠ زره مربع مترو په پراخوالي يوه لويه ودانۍ ده او شل مليونه کتابونه پکې ساتل شويدي . په دغه جګه ودانۍ کې د لوستلو په ديرشو خونو کې دری زره څوکۍ شته چې هره ورځ له اوو څخه تر اتو زرو پوری لوستونکی په کې منل کيږي. په دغه ودانۍ کې عصری تجهيزات ، سالونونه او نندارتونونه هم شته چې په دې توګه لرغونی کتابتون ته نوی عصری بڼه ورکړل شوېده .

د ارزښتناکو کتابونو د ساتلو لپاره بيجينګ کتابتون د دغو کتابونو له مخې جوړ شوی فلمونه لوستونکو ته ډول ډول معلومات ورکوي. په ويديويې خونو کې د نړۍ له بيلا بيلو ځايونو څخه ويديويي توکي اوريدل او يا ليدل کيږي چې تجهيزات يې ډېر پرمختللي او توانونه يې بشپړ دي.