د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې: د ترکيی ولسمشر عبدالله ګل چې اوس له پاکستان څخه په رسمی ليدنه بوخت دی د دسمبر په ديرشمه نېټه د دغه هېواد له ولسمشر پرويز مشرف سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو څرګنده کړه چې دوی به د سيمه ايزی سولې او ثبات د ساتلو لپاره خپلمنځی همکاري پياوړې کړي.
ولسمشر مشرف له دغو خبرو اترو وروسته وويل: دواړه خواوی به د سوداګرۍ، کلتور او د هېواد د دفاع په ساحو کې د خپلمنځی همکارۍ د پياوړتيالپاره هڅې وکړي. ولسمشر ګل وويل: ترکيه هيله لري چې پاکستان سوله او ثبات وساتي او د ترهګرۍ پرضد په مبارزې کې له پاکستان څخه ملاتړ وکړي.
ولسمشر عبدالله ګل د دسمبر په دوهمه نېټه اسلام اباد ته ورسيد او دغه هېواد ته يې په خپل دوه ورځني سفر پيل وکړ.