د سين هوا اژانس د روانې مياشتې په ٤ نيټه د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چې بايد د انرژۍ د سپمونکی او ښه چاپيريال لرونکی ټولنې د جوړولو لپاره غوښتنې په هر سازمان او کورنی کې پلی شی .
په دغه تبصره کې ويل شوي چې بايد په پراخه او پرله پسی توګه د انرژۍ د سپما او د چاپيريال ساتنې په اړه تبليغات ترسره او په واقعيی توګه د انرژۍ او چاپيريال په اړه د خلکوسويه لوړه شی . په همدی وخت کې تصدی بايد توليدی تخنيکونه لوړ ، په جدی توګه د اړوندو قوانينو او قاعدو سره سم د ککړتياوو د ايستنې معيار پلی او د چاپيريال په اړه د بيړنيو پيښو په مقابل پلانونه بشپړ او پلی کړي چې تر وسې پوری د انرژۍ د سپمونکی اوښه چاپيريال لرونکی ټولنې د جوړولو لپاره کوشش وکړي .