<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-04 18:13:09    
د چين د تبت په خپلواکه سيمه کې حکومت ځانګړی کرهڼيزې او مالداری چارې

cri

د چين د تبت په خپلواکه سيمه کې چې له سمندری سطحی څخه ٤ زره متره لوړه ده. توليدی شرايط ښه نه دي. په وروستيو کلونو کې د چين د مرکزی حکومت په ملاتړ د تبت د خپلواکې سيمې حکومت د خپلو امتيازونو په اتکا سره د کرهڼيزو توليداتو د چمتوکولو او روزلو ځانګړيو چارو ته پرمختګ ور کړی چې ورسره د مالدارانو او بزګرانو عايدات زيات او ژوند يی ښه شوی دی.

د تبت د ګونګ بو جيانګ د ولسوالۍ د لانګ سه کلی بزګر ٤٤ کلن چی وانګ څو کاله مخکی د سيمه ايز حکومت په مرستې سره په خپل کلی کې د غوره مرخيړيو په کرلو سره د مرخيړيو د چمتو کولو يوه فابريکه جوړه کړه. نوموړی زياته کړه چې د دغې فابريکې د جوړولو له لاری يې کورنۍ په نوې ودانۍ کې ژوند کوي چې مساحت يې څلور سوه مربع متره دی او بېلا بېل بريښنايی ماشينونه کاروي.

د ښاغلی چی وانګ په شان تبتيان ډېر دي. د بېلګی په توګه د ښاغلی چی وانګ په کلی کی تېر کال د مرخيړيو د راغونډولو له لاری د هر تن په سر کلنی عايدات زيات شوی دی . د روان کال تر مې پوری د دغه کلی ټول کليوالو د بريښنا، اوبو، سړک، راډيو او تلويزيون له کارونې څخه ګټه اخيستې ده چې په پايله کې د دوی د توليد او ژوند حالات ښه شوی دی.

په وروستيو کلونو کې د تبت حکومت د کرهڼيزو توليداتو د چمتو کولواو د سبو کرلو چارو ته پرمختګ ور کړی چې سيمه ايز وګړي يې شتمن شوی دی. د دغې

سيمې د کرنې او مالدارۍ ادارې د يوې شمېرنې له مخې له ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠٠٦ کاله پوری د تبت په بېلا بېلو ځايونو کې سل ځانګړی کرهڼيز او د مالداری پلانونه پلی شوی چې تر اوسه پوری په دغه سيمه کې څلور لکه او دېرش زره مالدارانو او بزګرانو پکې ګډون کړی دی. د تبت د خپلواکې سيمې د ګوندی کميټې مشر جانګ چينګ لی وويل ځانګړی کرهڼيزې او د مالداری چارې د دغو سيمو د خلکو د عايداتو د زياتوالی لپاره نوی لارې چارې دي.

د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠٠٦ کال کې د دغې سيمې د هر مالداراو بزګر په سر عايدات ٢٥٠٠ يوانو ته رسيدلی چې د تېرو پنځه کلونو په پرتله په سلو کې اويا زيات شوی دی. په تبت کې نژدی دری لکه مالدران او بزګران د څښاک پاکې اوبه لري او په نويو کورنيو کې ژوند کوي او نيمه برخه يی بريښنا کاروي.

د دغې سيمې د خلکو د ژوند حالاتو ښه والی د چين د حکومت له ملاتړ سره اړيکی لري. د دغې سيمې مشر شيانګ با پينګ چو وويل په وروستيو کلونو کې د چين مرکزی حکومت نه يوازی د تبت د پرمختګ په موخه يو لړ امتيازی تګلارې جوړې کړې بلکې د تبت پرمختګ د ملاتړ لپاره يې لازياتې پيسی هم لګولې دي.

مونږ باور لرو چې د تبت د خلکو د ژوند او توليد حالات به لا ښه شی.