<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-04 19:25:19    
د اسيايی هېوادونو پارلماني ښځينه غړيو او وزيرانو د ښځو چارو پر پرمختګ بحث وکړ.

cri

د اسيايی هېوادونو د پارلماني ښځينه غړيو او وزيرانو دوه ورځنی غونډه څو ورځې دمخه په بېجينګ کې پای ته ورسيده. د دغې غونډې سرليک ښځو او نجونو ته د ښوونې حق ورکول د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ کلی وه. د اسيا او ارام سمندرې سيمې د دوه ويشتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو څه باندی سل تنه استازيو په کې ګډون درلود او د دغه سرليک په هکله يې په يو لړ مضمونونو بحث وکړ. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې غونډې په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم.

په دغه غونډه کې د ښځو د ښوونې حق په اړه د بېجينګ اعلاميه تصويب شوه.د نوی زيلاند د پلاوی مشرې جيل پيتيس هيله څرګنده کړه چې دغه اعلاميه به په اړوندو ساحو کې خپل فعال رول ولوبوي. دې وويل: اوس موږ بايد د بېجينګ اعلاميې د تصويبولو لپاره رايګری وکړو. ډېره ډېره مننه چې تاسو د دغې اعلاميې د جوړولو لپاره هڅې او خدمتونه کړي دي. هيله لرم چې دغه اعلاميه به پر هر هېواد کې د ښځو چارو د ښه والي او په اړوندو ساحو کې فعال رول ولوبوي.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي: ښايی چې د ښوونې فرصت زياتوالی د ښځو او نجونو ژوند ته بدلون ورکړي چې دغه ښځی او نجونې به اقتصادی او ټولنيز پرمختګ ته لا زيات خدمتونه وکړي. نړيواله ټولنه بايد ښځو او نجونو ته د کار او ښوونې برابر فرصتونه وړاندی کړي.

د دغې غونډې په ترڅ کې برخوالو استازيو د ياد شوی سرليک په هکله د ښځو او نجونو د ښوونې د حالت او ستونزو، د ښځو د ښوونې سويې او د عايداتو ترمنځ د اړيکو، د ښوونې له لارې د ايډز ناروغۍ د مخنيوی او په سياسی چارو کې د ښځو د ګډون د پياوړتيا په ګډون پر نهو مضوعاتو بحث وکړ. د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مشر وو بانګ ګوو د دغې غونډې له استازيو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل:

دغه سرليک ډېر ښه دی چې د ښځو او ماشومانو ښوونې ته پکې ډېره پاملرنه شوې. د ښوونې سويه د هېواد او ټولنې د پرمختګ په اړه يوه مهمه نښه ګڼل کېږي. زموږ موخه د ښځو او نارينه وو ترمنځ برابرۍ تر سره کول دي. دغه راز حکومت او پارلمان بايد د ښځو د کيفيت د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي چې بنسټ يې ښوونه ده.

په دغه دوه ورځنی غونډه کې برخوالو استازيو نه يوازی د نظريو تبادله وکړه، بلکې يو شمير ګډ نظرونه يې هم تر لاسه کړل. د دوی په اند، که څه هم په اسيا کې د ښځو او نجونو د ښوونې حالت ګام په ګام ښه کېږي، خو د ښځو او نارينه وو ترمنځ د برابری د تر سره کولو لپاره لا هم يوې مودې ته اړتيا لري. د اسيا بېلا بېل هېوادونه بايد د دغې موخې د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي.

دغه غونډه چې د نفوسو او پرمختګ په اړه د اسيا د پارلماني غړيو فورم په وړانديز او ترتيب تر سره کېږي په تېرو پنځو کلونو کې د اسيايې هېوادونو د پارلمانی ښځينه غړيو او وزيرانو ترمنځ د تګ راتګ او خبرو اترو يوه مهمه صحنه وګڼل شوه. د خوشحالی ځای دا دی چې په بېجينګ کې د دغې غونډې د تر سره کولو پر مهال د نړيوالې ټولنې د چين د ښځو چارو د پرمختګ ستاينه وکړه.د تېر کال تر پايه پورې، د دغه فورم مشر د چين اړوندو چارواکو ته ليکونه ليږلی و او پکې يې ويلي چې په چين کې د ښځو چارو د ښه پرمختګ له امله هيله لري چې دغه غونډه به په بېجينګ کې تر سره شي.

برخه والو استازيو د دغې غونډې لپاره د چين د حکومت د کوښښونو ستاينه وکړه. د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کمېټې مرستيالې او د چين د ښځو ټولنې مشری ګوو شيو ليان د دغې غونډې د کوربه په توګه څرګنده کړه: د اسيايې هېوادونو ښځې بايد خپلمنځی تګ راتګ او همکاری پياوړی کړي. چين غواړي له نورو هېوادونو څخه ښې تجربې زده کړه کړي. دې وويل:

په اسيايی هېوادونو کې د ښځينه چارو پرمختګ له يو شمير ورته ستونزو سره مخامخ دي. د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ پياوړتيا به د ښځينه چارو هراړخيز پرمختګ ته ګټې ورسوي.