<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-04 19:26:23    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه يو لړ خبرونه

cri

د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټه به د دسمبر سرله لسمې نېټې څخه د چين په دننه کې د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو د پرانيستونکو او پای مراسمو او د سياليو د ټيکټونو د پلورلو په کارونو پيل وکړي. په چين کې دننه به هغه کسان چې کورنۍ يې په چين کې دی او اړوند اغيزمن سندونه ولري د دغو ټکټونو د اخيستنې حق ولري.

د معلوماتو له مخې: په دغو ټکټونو کې د پرانيستونکو مراسمو يوويشت زره ټکټونه، د پای ته رسيدو مراسمو شپږويشت زره ټکټونه شته. وګړی اړوندو ارګانونو ته د ټکټونو د اخيستلو غوښتنليکونه وړاندی کولای شي او اړوندی خواوی به د قرعی اچولو له لارې د ټکټونو اخيستونکی وټاکي. ښايی چې صلاحيت لرونکی کسان د دسمبر له لسمې نېټې نه تر ديرشمې نېټې پورې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ټکټونو په رسمی ويب پاڼه کې او په چين کې د چين بانګ د زرو نمايندګيو په مرکزونه کې غوښتنليکونه وړاندی کړي.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې د نوامبر په ديرشمه نېټه په بېجينګ کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ټکټونو د پلورلو د دوهم دوری تګلاره خپره کړه. د پلورلو دغې دوری کارونه به د دسمبر له لسمې نېټې نه تر ديرشمې نېټې پورې تر سره شي. وګړی اړوندو ارګانونو ته د ټکټونو د اخيستلو غوښتنليکونه وړاندی کولای

او د ټکټونو اخيستونکی به د قرعې اچولو له لارې وټاکل شي.

دغې کمېټې د يو تن اخيستونکيو له خوا د ټکټونو پيرودی شميرې ټاکلی دی چې اخيستونکی په يو غوښتنليک کې د دوو سياليو څلور ټکټونه رانيولی شي. د معلوماتو له مخې: د دغې دوری په موده کې به څه باندی يو مليون او اته لکه ټکټونه وپلورل شي.

په نورو هېوادونو کې د انټرنيټ له لارې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ځانګړيو توليداتو د پلورلو مغازې د نوامبر په نهه ويشتمه نېټه په رسمی توګه په کار پيل وکړم . دغه مغازه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې له خوا ټاکل شوې ده او د امريکا، کانادا، بريتانيا، جاپان، هانګ کانګ او مکاو نه پرته په انټرنيټ کې د دغو توليداتو په اړه يوازنی رسمی مغازه ګڼل کېږي.

په دغه مغازه کې به کالی، تزيينی توکی، سپورتې او کلتوری توليدات او لوبتکو په ګډون ځانګړی توليدات وپلورل شي. په انټرنيټ کې د دغې مغازې ادرس دی: www.bj2008eshop.com.

د دسمبر په دوهمه نېټه ماښام د نېکمرغه بېجينګ په نامه د ٢٠٠٧ کال د جمناستيک په نړيوال تورنمنت کې د سرو زرو مډالونه رامنځته شول. د چين لوبغاړی لو بين د کړيو په وسيلې د ځان راځړولو او د خراک بازی په دوو سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل.