د سين هوااژانس د خبر له مخې: د ايستونيا پارلمان د دسمبر په ٤مه نېټه د يوې غونډې په تر سره کولو سره پريکړه وکړه چې په افغانستان کې د دغه هيواد د ميشته پوځيانو د ماموريات موده به يو کال نوره هم اوږده شي چې د روانې کال د دسمبر له نهمې نيټې څخه د راتلونکی کال د دسمبر تر يو ديرشمې نيټې پوري به دوام ومومي.
ايستونيا د ٢٠٠٣ کال په مارچ کې افغانستان ته د پوځيانو په ورليږنې پيل وکړ او اوس د دغه هيواد ١٢٧ سرتيري په افغانستان کې ميشته دی چې په عمده توګه په کابل کې د پوځی هوايی ډګرونو او د ائتلافی ځواکونو د قومندانۍ د څانګو د ګزمونې دندې پر غاړه لري او د دې تر څنګ د هلمند او کندهار په شمول د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې د ائتلافی ځواکونو په فعاليتونو کې ګډون کوي.
ايستونيا پلان لري چې په ٢٠٠٨ کال کې به په افغانستان کې د دغه هيواد د ميشتو سرتيريو شمير يو سل او پنځوسو ته لوړ کړي.