<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-05 19:30:15    
د روان کال تر پايه پوری به د چين په لويديځ کې د نهه کلنې اجباری ښوونې پلی کولو انډول په سلو کې اته نوي ته ورسېږي

cri

د چين په لويديځ کې په اساسی توګه د نهه کلنې د اساسی اجباری ښونې او په ځوانانو کې د بی سوادۍ د له منځه وړلو په اړه د ټاکل شوی پلان به د روان کال په پای کې پای ته ورسېږي چې په دغو سيمو کې به د دغه پلان د تر سره کولو انډول په سلو کې اته نوي ته ورسېږي.

د چين د پوهنې وزارت د مالي څانګې مرستيال تيان ځو ين څو ورځې مخکې په بيجينګ کې وويل د ٢٠٠٢ کال تر پايه پوری په لويديځو سيمو کې په اساسی توګه د نهه کلنې د اساسی اجباري ښونې او د ځوانانو د بی سوادۍ د له منځه وړلو پلان د تر سره کولو انډول په سلو کې يوازي اوه اويا برخه وه، په څلور سوه او لس ولسواليو کې دغه پلان نه دی پلی شوی او د هر تن په سر د ښوونې وخت يوازی له شپږ څخه تر اوو کلونو پوری و. نو د چين حکومت له ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پوری په اساسی توګه د نهه کلنې اجباري ښونې او په بنسټيزه توګه د ځوانانو د بی سوادۍ د له منځه وړلو په اړه د پلان غوره کړی دی.

د څلورو کلونو د کوششونو له لاری د روان کال تر پايه پوری د چين د لويديځو سيمو له څلور سوه او لس ولسواليو څخه په دری سوه اته شپيتو ولسواليو کې د دغه پلان موخه پوره کړي. د دغې موخې پلی کول د چين د سمسوری ټولنې د هراړخيزې أبادی يوه مهمه ستراتيژيکه دنده ده. د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټه او دولتی شورا په کليوالو سيمو کې ښوونيزو چارو ته په درنه سترګه ګوري چې د ليليه ښوونځېو د

أبادی پروژې تر سره کوي، د زده کړو د ځينو لګښتونو د لغوه کولو او له بی وزلو زده کوونکيو سره د مرستې تګلارې غوره کوي، د اجباری ښوونې د لګښتونو د تامينولو نوی نظام پلی کوي، په منځنيو او لومړنيو ښوونځيو کې د انټرنيټ له لاری د ښوونې پروژې جوړوي، د ښوونکيو د روزنې کارونه پياوړی کوي او داسی نور.

د چين مرکزی حکومت په کليوالو سيمو کې د ليليه ښوونځيو په أبادی کې لس مليارډ يوانه لګولی چې د منځنۍ او لويديځې سيمې په نهه سوه او دری پنځوس ولسواليو کې اوه زره او شپږ سوه او يو پنځوس ښوونځي جوړ کړي دي. د دغو ښوونځيو په جوړيدو سره په هغو سيمو کې د ښوونځيو نشتوالي او د ښوونځيو د بدو شرايطو مسئلی حل شوي چې په لوړو او غرنيو او د هېواد په سرحدی سيمو کې پراته دی، په بنسټيزه توګه په لويديځو سيمو کې د کليوالو زده کوونکيو د ښوونې مسئلې حل شوي، په کليوالو ښوونځيو کې شرايطو ښه والی موندلی او د زده کوونکيو د ژوند او زده کړو لپاره أسانتياوې برابرې کړی دی.

په ٢٠٠٦ کال کې په کليوالو سيمو کې د اجباری ښوونې په موده کې د ښوونکيو د راغونډولو پلان پيل شو چې د مرکزی حکومت په کليوالو ښوونځيو کې د ښوونکيو په توګه له لوړو ښوونځيو څخه د فارغ شويو زده کوونکيو د راغونډولو په چارو کې يې ځانګړی پانګونه وکړه. په وروستيو دوو کلونو کې د ديارلسو ولايتونو د دری سوه او پنځه نويو ولسواليو په څه دپاسه څلور زره کليوالو ښوونځيو کې دری ديرش زره ښوونکي راغونډ شوی دی. د دغو تګلارو له لاری اټکل کېږي چې د روان کال تر پايه پوری به په لويديځو سيمو کې د ځوانو بی سوادو کسانو شمير تر ډېره راکم شي.