<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-05 19:20:55    
دري عادي چيني ډاکتران

cri

ټولو ته معلومه ده چې دځګﻻ ويروسي ناروغۍ او د ايدز ناروغۍ د انسان د روغتيا له پاره سختې زيانمنې ناروغۍ ګڼل کيږي او په ساري ناروغيو کې يي له مخکنيو لسو سختو ناورغيو څخه دي ٠ خو د چين په جنوب د ګوان جيو ښار د اتم روغتون مشر ښاغلي تانګ سياو پينګ دغه دوه سخته ناروغۍ د خپلې څيړنې او کار ولو په توګه تخصص ټاکلي دي ٠ په څه د پاسه شلو کالو کارونو کې د دغو ساري ناروغيو د درملنې او د وقايې په لار کې له ډيرو ستونزو او سختو خطرونو سره مخامخ شوي دي ٠ هغه وويل د دغو ناروغيو د درملنې او وقايي په هکله مي کارونه له غمونو ، کړاونو او خوښېو څخه ډک وو ٠ خو لومړي حاصلات مو هم ډير زيات وو ٠ په تيره بيا د ساري ناروغيو سره د مقابلې په هکله زمونږ د کوششونو له لارې ځيني سختې ساري ناروغۍ کنترول شوې ٠ په ٢٠٠٣ کال کې د ګوان جيو ښار په دغه روغتون کې يوه اميدواره ښځه ومنله چې د ايدز په ناروغۍ اخته شوې وه چې د ماشوم د زيږولو په بهير کې د دغې ناروغۍ ويروس د وينې له لارې نوي ماشوم ته دخپريدو خطر موجود و ، نو د دغه خطر د مخنيوي له پاره ډاکتر تانګ سياو پينګ په خپله د دغې اميد وارې ښځې له پاره ماشوم ازادکړ٠ د ايدز ناروغۍ د کارپوه په توګه ښاغلي تانګ سياو پينګ په دي ښه پوه شو چې د ايدز ناروغۍ يوه ډيره سخته ناروغۍ ده ، خو د يو ډاکتر په توګه هغه بايد ناروغه ښځه او نوي ماشوم له خطرونو څخه ژغورلي واي

٠ بايد وويل شي چې د چين د ساري ناروغيو په ساحه کې لکه د ښاغلي تانګ سياو پينګ په شان ډاکتران او طبي کارکوونکي ډير زيات دي ٠ د بيلګي په توګه ډاکتر ښاغلي لي يوي شنګ چې د شيستوزوم ناروغۍ د درملنې په هکله يي څلور ديرش کاله کار کړي دي ، خبريال ته وويل چې که څه هم دي په دي ښه پوه شو چې د دغې ناروغې د درملنې په وخت کې په دغې ناروغۍ د اخته کيدو خطر شته ، خو د يو ډاګتر په توګه هغه بايد د درملنې او د وقايي له پاره د ناروغيو سيمو ته ولاړ شي ٠ يوازي د کار په لومړيو دوو کلونو کې يې څه د پاسه څلور سوه تنه دغه شان ناروغان د ډاکتر لي يوي شنګ او دده د نورو ملګرو تر درملنو وروسته روغ جوړ شوي دي ٠ ښاغلي لي يوي شنګ وويل چې دشيستوزوم ناروغۍ د وقايې او درملنې کارونه ډير سخت دي ٠ د کار په لومړيو وختونو کې ډيرې ستونزې درلودې ، خو د ستونزو له ليري کولو وروسته مونږ ډير خوشحاله يو ٠

د ډاکټر لي يوي شنګ په شان داسي ډاکتران ډير زيات دي ٠ د بيلګې په توګه د چين په شمال ختيځ د هي لونګ جان ولايت د يوې علاقه دارۍ د سره صليب روغتون يو کوچني روغتون دي او تاسيسات يي هم مکمل نه دي ، خو ناروغان يي ډير زيات دي ٠ ډاکتر ځان شنګ جون په کوشش سره د جراحي ، ښځو او هډوکو په شمول د ناروغيو د درملنې مهارتونو زده کړې او ښه برياليتوبونه يي تر لاسه کړي دي ٠ ډاکتر ځان شنګ جون نه يوازي د ناروغيو د درملنې تګړه مهارتونه لري بلکې يو د ښو اخلاقو لرونکي يو ډاکتر هم ګڼل کيږي ٠ هرکله چې ناروغان له

اقتصإدي ستونزو سره مخامخ شي ، ډاکټر ځان تل پر دي ټينګار کوي چې د سختو بې وزلو ناروغانو له پاره درملنه لومړي ارزښت لري ٠ روغتون بايد تر وسي پوري دوي ته مرستې برابرې کړي ٠ په ١٩٨٧ کال کې ښاغلي ځن شينګ جون د دغه روغتون د مشر په توګه دنده درلوده چې په هغه وخت کې په دغه روغتون کې يوازي له لس څخه زياتې کوټې موجودې وي ، خو اوس په دغه روغتون کې ستر بدلون رامنځته شوي دي ٠ په دي هکله ښاغلي ځان شنګ جون وويل چې په لومړيو وختونو کې هر لګښت د ګوتو په شمير وو ، خو د درملنې مهارتونو د لوړولو او د خدمتونو د زياتولو له پاره مو ډير کوشش کړي دي ٠ بايد وويل شي چې په چين کې ياد شوي دغسي ډاکتران او طبي کارکوونکي ډير زيات دي ٠ د دوي په کوششونوسره د ډيرو وګړيو روغتيا ساتل شوې ده ٠