<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-05 20:01:08    
په چين کې د م م په اړه د شکرې ناروغۍ د مخنيوي لومړنۍ ورځ

cri

د شکرې ناروغۍ يوه مزمنه ناروغی ده چې په بدن کې د انسولين د کمښت له امله رامنځته کيږي . اوس په نړۍ کې دا ډول ناروغان پنځه سوه مليونه دي . د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره تيرکال د م م عمومی اسامبلې پرېکړه کړې چې هر کال د نوامبر ١٤ نيټه د شکرې ناروغۍ د مخنيوي نړيواله ورځ د م م د ورځې په نامه بدله شی . له دې څخه څرګنديږي چې م م د دغې ناروغۍ مخنيوي او درملنې ته ډيره پاملرنه کوی او په دې هکله بېلا بېل هيوادونه ټينګ هوډ او باور لری.

د چين حکومت د م م د غوښتنې سرهسم په دې ورځ پراخ تبليغاتي فعاليتونه ترسره کړل . په بېجينګ کې ددې ورځې د يادونې مراسم پر ځاي شول . د شکرې ناروغۍ د نړيوال صندوق مشر انيل کاپور په اړوندو مراسمو کې وويل د شکرې ناروغی نه يوازی زموږ روغتيا ته سخت زيانونه رسوي ، بلکې اقتصادي زيانونه يې هم ډير دي. اوس چين هر کال ددې ناروغۍ د درملنې لپاره شل مليارده امريکايي ډالره لګوي. ددې تر څنګ د ناروغانو د خپلو کارونو د نه ترسره کولو له امله راپيدا شوي زيانونه هم شل مليارده امريکايي ډالرو ته رسيږي. د سږنې ورځې عمده موضوع د شکرې ناروغۍ او ماشومان ده . د چين د روغتيا وزارت يو مشر کون لين جي وويل که څه هم د شکرې ناروغۍ اخته ماشومان هرکال زياتيږي ، خو ډير کسان نه پوهيږي چې دغه ناروغی له ماشومانوسره نژدې اړيکې لري. او دوی ته د ټولنې پاملرنه هم کمه ده .

ميرمن کون وويل په کوچنيو ماشومانو کې د دغو ناروغانو زياتوالي د انديښنې وړ دی ځکه چې موږ په هر ځال کې چاغ ماشومان ليدلی شو . د يوې شميرنې له مخې

زموږ په لويو ښارونو کې په سلو کې اته ماشومان چاغ دي او زيات شمير ماشومان هم په دغې ناروغۍ اخته شويدي.

د چين روغتيايی څانګو ددې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يو لړ تبليغاتي فعاليتونه ترسره کړيدي. د بيجينګ يو زده کوونکي وانګ وويل غوښې می ډير خوښيږي ځکه چې پخوا مې نظر درلود چې د شکرې ناروغۍ له ماشومانو سره تړاو نه لری. د کارپوهانو لخوا د برابر شويو معلوماتو په اوريدو سره ډير ويريږم ، وروسته تردې به زياتې غوښې و نه خورم .

ښوونکي او د شاګردانو پلرونه او ميندې هم له دغو تبليغاتي فعاليتونو څخه خوښ دي. د بېجينګ د يوه ښوونځي مشر ښاغلي ګوان جي وويل ښوونکي بايد د شاګردانو سالمې ودې ته ډيره پاملرنه وکړي او غوښتنه لرم چې ماشومان بايد له بدو عادتونو څخه ځان وژغوري او د شکرې له ناروغۍ څخه ځان ليري وساتي .

حقيقتونو دا ثابته کړېده چې معقول غذايی نظام او مناسبې لوبې د شکرې ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره ډيرې ګټورې دي ، نو ماشومان بايد په ژوند کې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره لوړه ويښتيا وساتی . ميرمن کون وويل هيله لرو چې د شکرې ناروغۍ مخنيوي او درملنه بايد له ورزش او ښوونې سره يو ځاي شی ، نه د يوې ناروغۍ د مخنيوي او درملنې لپاره . ماشومان بايد په لوبو کې پر شوق او خوشحالۍ سربيره خپله روغتيا هم وساتي .