<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-06 18:42:09    
د نړۍ تر ټولو اوږد کانال

cri

ټولو ته معلومه ده چې د سويز او پاناما کانالونه په نړۍ کې ډېر مشهور دي، خو ننني پروګرام به د نړۍ تر ټولو اوږد کانال چې له سويز کانال څخه لس چنده او له پاناما کانال څخه شل چنده اوږد دی، تاسو ته دروپيږنو٠ دغه اوږد کانال د چين لوی کانال دی چې د شمالی چين له بېجينګ څخه د جنوبی چين تر هانګ جو پوری يو زرو اوه سوه دوه اتيا کيلو متره اوږدوالی لری٠د اوږدوالی نه پرته دغه کانال ډېر لرغونی هم دی چې په دريو پړاونو کې بشپړ شويدی٠ لومړۍ پړاو لا دوه نيم زره کاله دمخه پيل شوی او په هغه وخت کې د وو هېوادونو پاچا فو څای د خيتځ چين يان جو ښار ته نژدی يو کانال وکينده چې د يانځه او حوای سيندونو سره يی وتاړه ٠ دوهم پړاو يی يو زرو پنځه سوه کاله وړاندی د سوی امپرطوری په دوره کې د شپږو کالونو د زيارونو له امله د چين له شمال څخه تر جنوب پوری بشپړ شو او د چين د پنځو لويو سيندونو سره يی يو ځای شو٠ درېيم پړاو يی په دوولس يو اتيايم کال کې پيل شو او يوولس کاله وروسته بشپړه شو٠

په دغه توګه د چين لوی کانال د يو زره اوه سوه نهه اوياوو کالو د پر له پسی زيارونو وروسته بالاخره په پوره توګه بشپړ شو٠ د نړۍ د لومړنی لوی کانال له يادونی وروسته لازمه ده چې د شينجيانګ د کاريزونو په اړه هم لنډ معلومات تاسو ته درکړو٠کاريزونه په افغانستان ، ايران او نورو وچو ځايونو کې ليدل کيږی، خو د شينجيانګ د کاريزونو عمومی اوږدوالی له دريو زرو کيلو مترو څخه اوښتی دی چې حتی د چين له لوی کانال څخه هم اوږد دی ، دغه کاريزونه دوه زره کلن تاريخ لری٠ ټولو ته معلومه ده چې د پاناما کانال د هغه هېواد د خلکو له نه تسليميدونکو مبارزو وروسته بالاخره په ٢٠٠٠ کال کې بېرته پاناما ته ورکړل شو٠ دغه مشهور کانال اطلس او ارام سمندرونه سره تړی او په نړۍ کې ډېر بوخت کانال ګڼل کيږی٠ اوږدوالی يی يوازی يو اتيا کيلو متره او پلنوالی يی له يو نوی مترو څخه تر دری سوو څلورو مترو پوری دی او د اوبو ژوروالی يی له ديارلس اعشاريه پنځه څخه تر شپږ ويشت اعشاريه پنځو مترو پوری دی٠