<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-06 19:54:38    
د هانګ جو په ښار کې د شي شي په نامه د لندو ځمکو باغ

cri

د هانګ جو ښار په چين کې يو نامتو سيلانی ځای دی . هر هغه سيلانۍ چې هانګ جو ته ځی ، حتمأ د شي هو په نامه د جهيل سيل ته ورځي. د شي شي په نامه د لندو ځمکو يو باغ چې له شي هو جهيل څخه يوازی پنځه کيلومتره واټن لری ، ډير أرام او ښکلی دی ته به وايی دلته بالکل په ځمکه کې جوړ شوی جنت دی.

د شي شي باغ ته له ننوتلو وروسته سمدلاسه د چين په جنوب کې هغه ځانګړي منظرې تر سترګو کيږي چې پکې کوچني کوچني سيندونه کاږه واږه او وړوکي ډنډونه ښکاري . د سيندونو په غاړو بانکسونه او شنی ونې ولاړې دي او د وښو پرمخ کله کله وحشي سويان ليدل کېږي. اوبه د شي شي يوه مهمه منظره ده چې سيندونه، ډنډونه او ټاپوګان په ګډه سره ښکلې چاپيريال جوړوي. د جه جيانګ ولايت د نينګ بو له ښار څخه راغلې سيلانۍ جاو مين جيوان له دغې منظرې سره ډېره ميله لري. دې وويل له شي شي باغ څخه تر لومړی کتنې وروسته دا احساسوم چې دلته ډېر زړه راجلبونکی ځای دی او د ساعتيري وړ دی او په هر ځای کې اوبه تر سترګو کېږي. د دغه ځای ايکولوژيکی چاپيريال په ښه توګه ساتل شويدي.

په شي شي کې دوې ښکلې طبيعی منظرې شته چې د نيو او د مۍ په نامه ژمني ګلونه دي. په نومبر کې سيلانيان د بيړۍ په وسيلې د سيند په غاړه په باد کې د نيو سپين ګلونه ليدای شي چې دغه منظره يو چينی انځور ته ورته ده. د مۍ ګلونه يوازې په ژمي کې د سختې يخنۍ په حال کې غوړيږي .

انسانی منظرې هم د شي شي باغ يوه زړه جلبونکې ځانګړتيا ده. په تاريخ کې زيات

شمير شاعرانو او ليکوالو په دغه ځای کې ښکلي شعرونه او ليکنې کړي حتی د چينګ امپراتور کانګ شي هم د شي شي منظرې په هکله يو شعر وليکه. لارښوونکې أغلې چن دغه شعر ولوست.  په شعر کې د شي شي هغه حالت ليکل شويدي چې په شي شي کې ويالې هر ځاي ته رسيدې ، بزګران د وريښمو چينجو په روزلو بوخت وو او د شاعرانو لخوا د جوړ شويو کوډلو په څنګ د بانکسونو ځنګلونه او د مۍ ونې ليدل کيدې

په تيرو سل ګونو کلونو کې شي شي په شاړو ځمکو بدل شوی و ، خو په ٢٠٠٣ کال کې د هانګ جا ښاروالی د دغه ځای بيا أبادۍ ته زياته پاملرنه وکړه او د لندو ځمکو د باغ د ودانولو پروژې لومړی او دوهم پړاو يی ترسره کړ . د راتلونکي کال تر اکتوبر پورې به دريم پړاو هم بشپړ شی چې له امله به يی د لندو ځايونو پراخوالی لس مربع کيلومترو ته پراخ شی.. د هانګ جو ښار يو اوسيدونکي ليو بو وويل زما په أند د شي شي منظرې ډېرې ښکلې دي چې لارې يې کږې وږې دي او د کوچنيو سيندونو دپاسه وړوکي پلونه جوړ شويدي.

خو د شي شي باغ ته د راغليو سيلانيانو د شمير زياتوالی له امله دا انديښنه رامنځته شوېده چې د سيلانۍ چارې پر ايکولوژيکی چاپيريال بده اغيزه لری که نه ؟. د دغه باغ مشر ښاغلي ليو شيانګ وويل په شي شي کې د سيلانۍ چارې ايکولوژيکی سيلانۍ ده چې د چاپيريال ساتنې ته د لومړيتوب اهميت ورکوی. هغه وويل موږ د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتلو لپاره د سيلانيانو شمير کنترولوو. د کارپوهانو په اند پر ايکولوژيکی چاپيريال د فشارونو د کموالي په موخه هره ورځ يوازی او يوازی دری زره سيلانيان منل کېږي.

د سيلانيانو د شمير پر محدوديت سربيره په باغ کې د څارويو د ژوند او د نباتاتو د ودې لپاره هم هڅې ترسره شويدي. اوس په دغه ځای کې د نباتاتو ډولونه دوه سوه دوه شپيتو ته ، په سيندونو کې د کبانو او نورو پيداوارو ډولونه پنځوسو ته او د مرغانو ډولونه يو سل او شپږويشت ته رسېدلي دي.