<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-07 17:03:51    
د اقتصاد کنترول په اړه د چين نوي تګلارې د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ لپاره ګټورې دي.

cri

د اقتصاد په اړه د چين د مرکزی حکومت يوه کاری غونډه چې په کې په راتلونکي کال کې د چين اقتصادی پرمختيايی لوری ټاکل شوی، د دسمبر په پنځمه نېټه پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې ويل شوي چې چين به په راتلونکي کال کې ثابته پولی تګلاره پلی کړي او لږې پيسې به خپرې کړي څو چې د اقتصاد د ډېر چټک پرمختګ او د پيسو د څرګند پاړسوب مخنيوی وکړي. په اقتصادی او پولی ساحو کې چينی کارپوهانو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل د اقتصاد د پرمختيايی لوری له ټاکنې څخه د چين د عمومی کنترول وړاندوينه څرګنديږی چې دا د دغه هېواد د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ لپاره ګټه لري.

په ٢٠٠٧ کال کې د چين اقتصاد چټک پرمختګ کړی او اټکل کېږی چې د دغه کال د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د زياتوالي سرعت د تېر کال په پرتله يو اعشاريه پنځه سلنه زيات شي. خو د چين اقتصاد په پرمختګ کې په غير منقولو شتمنيو کې د پانګونې د ډېر زياتوالي، د ډېر زياتو پورونو د ورکولو او د سوداګرۍ د ستر مثبت توازن په شمول زياتې مسئلې رامنځته شوې دي. په تېره بيا د روان کال له پيل راهيسی په چين کې د پيسو د پاړسوب په اړه فشارونه په پر له پسی توګه زيات شوي او د خلکو د استهلاکی بيې شاخص د لوړېدو سرعت په پر له پسی دريو مياشتو کې له شپږ سلنې څخه اوښتی دی.

په داسی حال کې د چين د مرکزی حکومت په دغه کاری غونډه کې دې ته اشاره شوې چې د عمومی کنترول اوسنی لومړی دنده بايد د اقتصاد د ډېر چټک پرمختګ او د توليداتو د بيې د چټک لوړوالي مخنيوی وی. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اقتصادی څېړنې انستيتيوټ د عمومی چارو دفتر مشر ښاغلي يوان ګانګ مين په دې اړه څرګنده کړه د عمومی کنترول د اوسنۍ لومړۍ دندې ټاکنه د چين د اقتصادی پرمختګ د لوري بدلون څرګندول دی او په چين کې د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ دوام لرلو لپاره ګټه لري.

( لومړی اواز)

ځکه چې په وروستيو پنځو کلونو کې د چين اقتصاد په چټکۍ سره پرمختګ کړی او په روان کال کې به يې اقتصادی پرمختيايی سرعت له يوولس سلنې څخه واوړی. که څه هم د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله زموږ په وړاندی زياتې مسئلې حل شوې، خو د پيسو د پاړسوب د رامنځته کېدو امکان هم شته. بر سيره پر دې، د روان کال له پيل راهيسی، د خلکو د استهلاکی بيې شاخص د لوړېدو سرعت هم نسبتأ چټک دی. أيا د اقتصاد د پر له پسی چټک پرمختګ له امله به استهلاکی بيې لا لوړې شي که نه؟ نو له دې امله موږ بايد د داسی حال د مخنيوي لپاره له مخکې کوښښ وکړو.

د اقتصاد په اړه د چين د مرکزی حکومت په کاری غونډه کې پرېکړه شوې چې چين به له راتلونکي کال څخه ثابته مالي تګلاره پلی کړي او لږې پيسې به خپرې کړي. له دغې پرېکړې څخه څرګنديږی چې تر ٢٠٠٤ کال وروسته د چين د عمومی کنترول تګلاره د لومړي ځل لپاره بدل شوې ده. د چين پولی کارپوه ښاغلي يی شيان رونګ په دې اړه وويل د لږ پيسو خپرېدل نه يوازی د پخوانۍ اړوندې تګلارې دوام دی، بلکې د عمومی کنترول د پياوړتيا څرګندونه هم کوي.

( دوهم اواز)

مرکزی حکومت په دې ښه پوه شوي چې د هېواد د اقتصاد پرمختګ ډېر چټک شوی. نو بايد د پيسو د اړوندې تګلارې د پلی کولو له لارې د دغه حال مخنيوی وشي.

د ښاغلي يی شيان رونګ په أند، په داسی حال کې چې د روان کال په پرتله يو شان ملی پورونه خپاره شي او د ماليتو ميزان وساتل شي، په راتلونکي کال کې به مرکزی حکومت د بنسټيزو عامو خدمتونو د برابر پرمختګ د ملاتړ لپاره زياتې پيسې ورکړي.

( درېيم اواز)

د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس په راپور کې د بنسټيزو عامو خدمتونو د برابر پرمختګ په اړه يوه مسئله ياده شوې، نو د راتلونکي کال د مالی تګلارې په غونډه کې به په دې اړه بحث وشي. د بېلګې په توګه، د کورونو او د طبی خدمتونو د ضمانت سيستمونو جوړول په کې شامل دي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ اقتصادی کارپوه ښاغلي يوان ګانګ مين په أند، د راتلونکي کال مالی تګلاره به برابرو ګټو ته پاملرنه وکړي.

( څلورم اواز)

موږ بايد ښوونيزو، طبی او ټولګټو چارو ته زياته پاملرنه وکړو او پر وروسته پاتی، کليوالو او ټيټ عايدات لرونکيو سيمو زياته پانګه ولګوو چې دا به د اقتصاد په همغږي پرمختګ کې د مالی تګلارې رول ولوبوی.