<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-07 18:35:45    
په بيجينګ کې يو بوخت بهرنی

cri

د بهرنيان په چين کې د پروګرام قدرمنو اورېدونکيو نېکې هېلې سلامونه،هيله ده چې خوښي او سوکالي مو په برخه وي،او په خپلو ورځنيو چارو کې بريالي اوسئ،دا دی تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې د پروګرام د خپرونې وخت را رسېدلی دی،پدې اونۍ کې به په بيجينګ کې د يو هغه بهرني په اړه لږ څه معلومات درکړم،چې تر نورو ډېر زيات بوخت دی،نوموړی داويد تول نوميږي.

د هغه ټول زده کوونکي او ملګري داويد په ښه توګه پيژني،دغه پنځه شپيته کلن تجربه لرونکي ډګروال د سويلي کارولينا اوسېدونکی دی،چې د شپږو کلونو راهيسې د بيجينګ د نړيوالو زده کړو په پوهنتون کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي،د هغه مشره څېره ددې لامل نده چې هغه له کاره څخه لاس واخلي او پر ځای کيښني.

داويد په خپل اضافي وخت کې د بيجينګ ښاروالۍ چارواکيو ته لارښوونې کوي،او دپلازمينې په شاوخوا کې د انګليسي ژبې ژباړې ګوري او تر نظر يې تيروي،هغه د سړک پر سر نښو،د خوراکونو لست،موزيم،معبدونواو أن د بيجينګ اوپېرا ته هم ورځي او خپلې چارې پر مخ بيايي.

هغه د يو بهرني په توګه چيني کلتور او فرهنګ ستايي،دی وايي چيني فرهنګ زه دې ته هڅولی يم چې بهرنيانو او سيلانيانو ته د هغه د ښه وروپيژندلو او پرې پوهېدلو لپاره زيات څه وکړم.زه أرشيف ته تلونکې باوري لارې پيژنم،او دا کار به په انګريزي ژبې د ليکل شويو نښو په برخه کې له عامو وګړيو سره بشپړه مرسته وکړي.داويد د بيجينګ له ښاروالۍ سره څرګنده مرسته کړيده.نوموړی د دوه زره دوهم کال راهيسې د بيجينګ د تشکيلاتي کميټې سره د بهرنيو ژبو د پروګرام په برخه کې د يو داوطلب په توګه کار کوي،داويد د دوه زره شپږم کال په پاي کې د بيجينګ د ښاروالۍ لخوا د چين د لوی ديوال جايزه ترلاسه کړه،او د دوه زره اووم کال د مارچ په مياشت کې د بيجينګ ښار د لسو څرګندو بهرنيو داوطلبانو په ډله کې وشمېرل شو.

داويد د بهرنيو کارپوهانو په ودانۍ کې په هغه کور کې ژوند کوي چې چيني بڼه لري،

د داويد يو تن زده کوونکي د نوموړي په هکله داسې وايي:زما په آند هغه د تاريخ،جغرافيې،شخصيت پيژندنې او ورځينو کارونو په برخه کې پراخ معلومات لري چې انګريزي ژبه د هغو معلوماتو يوه کوچنۍ برخه جوړوي،او پدې ټولو برخو کې يې موږ ته زده کړې راکړې دي.داويد پدې هکله وايي چې د ښه فکر خاوند ځوانان زما دا ټولې مفکورې اونظريي په ورين تندي سره مني.

د چيني دود له مخې کله چې يو کس په پراخه او ژوره توګه د خپل کلتور،او فرهنګ لپاره هڅې وکړي،او د هغه په پرمختيا کې کوښښ کوي،نو هغه کس د ټولنې د ټولو غړو لخوا په خاصه او عامه توګه ستايل کيږي،چې داسې کسان د هرې ټولنې بيلګې يا نمونې دي.

داويد وايي کله چې ما د چيني کلتور په زده کړه پيل وکړ،نو په لمړي سر کې مې له په زړه پورې چينايانو سره پدې هکله سيالي وکړه،که څه هم زه يو بهرنی وم او دا کار زما لپاره ډېر ګران وو.نوموړی ښوونکي په چين کې د نهو کلونو اوسېدو په بهير کې يواځې دوه ځلې خپل هېواد امرېکا ته تللی،او اوس مهال چين د خپل کور په توګه ګڼي.او داسې فکر کوي چې بايد خپل تېر ژوند يې هم د يو چينايي په توګه تېر کړای واي.

په چين کې د داويد د اوسېدو ويزه به تر دوه زره يولسم کال پورې پاي ته ورسيږي،او نوموړی هيله لري چې تر هغه وخت پورې به د چين شين کارد يا ګرين کارت تر لاسه کړي،چې هغه کارت ده ته په چين کې د ټول عمر تېرولو اجازه ورکوي.

داويد د بيجينګ په بيسو پوهنتون کې پر ښوونې او په ښاري برخه کې د انګليسي ليکنو پر اصلاح سربېره د بيجينګ له بې وزلو او ناتوانه کسانو له ټولنې سره هم مرستې کوي،هغه په عامو خيريه ځايونو کې د څرخي څوکيو شتون ته پوره پاملرنه کوي،ځکه داويد وايي د بيجينګ چارواکيو د معيوبيونو لوبو ته په ريښتنې او واقعي توګه پاملرنه کوي،دغه راز داويد د خپلو زده کوونکيو له لارې په بيجينګ کې تر درې سوه څخه زيات هوټلونه تر خپلې اغيزې لاندې راوستي دي،د هغه زده کوونکي په هوټلونو کې څارنې او کتنې کوي چې د ميلمنو په کوټو کې کومې آسانتياوې نشته.او دغه راز ګوري چې د معيوبو ميلمنو لپاره څرخي څوکي لري که نه؟.او په هوټلونو کې ددغې احصايي تر ترلاسه کولو وروسته يې د لارښوونې د يو کتاب په ليکلو هم پيل کړی دی.

دغه راز داويد خپلو هغو دريو تنو زده کوونکيو ته چې له ده سره په کارونو کې مرسته کوي،او اقتصادي حالت يې دومره ښه ندی مياشتنی معاش ورکوي،دغه د هغوی د سفر او خوراک او څښاک لګښت هم د داويد له خوا ورکول کيږي.

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو د ننني پروګرام لپاره وخت همدومره وو،ځکه د ستوډيو ساعت ته چې ګورم نو زموږ وخت پاي ته په رسېدو کې دی،هيله ده چې دغه پروګرام ستاسو د خوښې او پام وړ ګرځيدلی وي،تر بلې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.پاک رب مو مل شه.