<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-07 18:53:41    
د چين د اتمې دورې هنري فستيوال

cri

د چين د اتمې دورې هنري فستيوال چې په هر دريو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي، په وروستيو ورځو کې د چين په منځنی ولايت هو بې کې پای ته ورسېد. د هنر او کلتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه فستيوال په اړه څه معلومات درکړم.

د نومبر له پنځمې نېټې راهيسی د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه هنري ډلو د هو بې ولايت د شپږو ښارونو په دېرشو تياترونو کې نندارچيانو ته خپلې يو لړ په زړه پوری نندارې وړاندې کړې او په دغه ساحه کې يې د چين د تر ټولو لوړې هنري جايزې يعنی د ون هوا جايزې د تر لاسه کولو لپاره هڅې کړي دي.

د چوان اوپيرا د چين په لوېديځ سي چوان ولايت کې يوه ځايي او مروجه اوپيرا ده. د د طمع په سمندر کې د څپې په نامه اوپيرا چې د چانګ دو ښار د چوان اوپيرا ډلې له خوا وړاندی شوی، په ياد شوی فستيوال کې د ډېرو نندارچيانو له خوا خښه شوی ده. د پوهنتون يو محصل چينګ جاو چې د هه نان له ولايت څخه راغلی او د لومړی ځل لپاره يې دغه اوپيرا ليدلې، وويل دغه اوپيرا په خپل ټاټوبی کې له يوو اوپيرا سره ډېر توپيرونه لري او ده ته ډېره نوی ښکاره شوې ده. ده وويل

په دغه اوپيرا کې ويل شوی کيسه ډېره خندونکی ده. خو په پای کې دا يوه غميزه ګرځيدلې ده. په دغه اوپيرا کې ډېره تکنولوژی کارول شوی چې د صحنې اغېزې يې ډېرې ښې او حيرانوونکی دي.

هغه ډېرې نندارې چې په دغه فستيوال کې وړاندی شوی، له ځايي او دوديزو اوپيراګانو څخه جوړې شوي او ورڅخه د ځوانانو د خوښۍ د تر لاسه کولو او د زمانې له بدلون او پرمختګ سره د سمون درلودلو لپاره د دوی هڅې څرګنديږي. د بېلګې په توګه د چو اوپيرا په هو بې ولايت کې يوه عمده اوپيرا ده او يو سل او پنځوس کلن تاريخ لري. د دغه ولايت په وو هان ښار کې د چو اوپيرا ډلې د ځوانانو د راجلبولو لپاره يوه ننداره جوړه کړه او نوم يې د مارچ په مياشت کې د چای بوى دی.

د دغې نندارې جوړونکې مېرمن چن وې وويل ګڼ شمېر ځايي ځانګړتياوو، ښکلی موسيقۍ او هغې کيسې چې له اوسنيو حالاتو سره نژدی تړاو لري، د دغې نندارې د برياليتوبونو لامل ګرځيدلي دي.

له دې کيسې څخه د لرغونی ووهان ښار ځانګړتياوې په ډېره هنري توګه څرګندې شوي دي. نندارچيان کولای شي چې په دغه ننداره کې د سيند د بيړيو او بندرګاه په ګډون د دغې سيمې يو لړ دوديز شيان وګوري. د لوبغاړو ننداره ډېره معاصره ده چې نه يوازی د چو اوپيرا بلکې د موسيقي اوپيرا يو شمېر ځانګړتياوې هم ورڅخه څرګندېږي..

د چين د بېلا بېلو ځايونو د کلتورونو څرګندول او د هنري ډلو نوښتونو د هڅولو له لارې د چين د هنري فستيوال يوه موخه ده. په دغه فستيوال کې د ډرامو، اوپيراګانو، موسيقی او سندرو اوپيراګانو په ګډون د بېلا بېلو ډولو نندارو جذابيت نندارچيانو

ته وړاندی شوی دی.

د شينجيانګ د اويغوری قوم خپلواکی سيمې د سندرو اوپيرا تياتر د دوه زره او

څلورم کال په پای کې په واورين غره کې د ميلمه په نامه د موسيقی اوپيرا جوړه کړه او د بېلا بېلو قومی سندرو او نڅاوو او يو لړ مشهورو فلمی سندرو له لارې يې د نندارچيانو پاملرنې ورجلب کړي دي. د دغه تياتر د مشر نصرت واجدی په أند د چين د موسيقی اوپيرا بايد خپلې ځانګړتياوې ولري. ده وويل زمونږ اوپيرا د بهرنيو هېوادونو له اوپيراوو سره توپيرونه لري او مونږ بايد پر خپلې لاره ټينګار وکړو.