<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-12-07 18:39:58    
د چين د جمناستيک مشهوره لوبغاړې چن فې

cri

د ٢٠٠٧ کال د ښه بخت بېجينګ په نامه د جمناستيک نړيواله را بلل شوې سيالۍ په وروستيو ورځو کې پای ته ورسېدې. د چين د ښځينه ډلې مشرې ١٩ کلنې چن فې د خرک پر پر لوبې،أزاد جمناستيک او موازي لرګيو په لوبو کې دری طلايي ميډالونه تر لاسه کړي دي.

چن فې د چين د هو بې ولايت په هوانګ شي ښار کې زېږېدلی او د ١٥ کلنۍ په وخت کې يې د جمناستيک په أسيايي اتلولۍ کې د خرک پرسرلوبې او أزاد جمناستيک ، د ١٧ کلنۍ په وخت کې د ٢٠٠٥ کال د جمناستيک په نړيوال چامپيشيپ کې د خرک بازی، د ١٨ کلنۍ په وخت کې د ٢٠٠٦ کال د جمناستيک په نړيوالې اتلولۍ کې په ښځينه ډله ايزو سياليو کې او د خرک لوبې او أزاد جمناستيک په لوبو کې طلايي ميډالونه وګټل.

په چين کې د چن فې د ډيرشهرت موندلو ، لامل دا دی چې د خرک بازی يو حرکت ددې په نامه يايږي . چن فې په ٢٠٠٥ کال کې په بريالۍ توګه دغه حرکت تر سره کړ او په نړۍ کې هيڅ لوبغاړې دغه مشکل حرکت په پوره توګه نه و ترسره کړی . نو دغه حرکت د جمناستيک د نړيوالې ټولنې له خوا د چن فې ټوپ په نامه ونومول شو.

پر جمناستيک سربېره چن فې د نورو نجونو په شان ډول ډول علاقې لري. دې وويل زما تر ټولو لويه علاقه د فټبال لوبو کتل دی. د چن فې روزونکې هم ويلی

چې د دې په ډله کې چن فې د فټبال لوبو د کتلو يوه مشهوره مينواله ده.

د جمناستيک د ډېرو شوخو لوبغاړو په توپير چن فې د يوه چوپه غبلۍ ده او د کتابونو له لوستلو سره ډېره مينه لري. د دې روزونکې وويل چې فې د دريو هېوادونو مملکتونو د اتلانو په نامه د داستان په شان کلاسيکي او تاريخي اثار خوښوي . د چن فې شخصی خصلت د دغو تاريخي أثارو د لوستلو له لارې ټينک او أرام شوی دی.

چن فې د هرې ستونزې د حلولو او مخنيوي کې جدي رويه غوره کوي. د بېلګې په توګه د يو نوی حرکت د زده کولو په ترڅ کې په تکراره سره فکر او تمرين کوی تر څو په بريالۍ توګه دغه حرکت تر سره کړاي شی. چن فې نه يوازی په ژوند، روزنو او سياليو کې ډېرې ستونزې ليرې کوی. هغه هيله لري چې تل په زړور توب سره له دغو ستونزو سره مقابله وکړي.

د روان کال په نومبر کې د ژمنۍ روزنې په پيل کې چن فې د چين د جمناستيک ډلې د مشرې په توګه وټاکل شوه. د دې روزونکی وويل دغه نجلۍ حياناکه ده او له خپلو ملګرو سره ښې اړيکې لري. د دې په مشرۍ د دغې ډلې حالات ډېر ثابت او ښه دي.

چن فې او د دې همکاران به په راتلونکی کال د بېجينګ اولمپيک په سپورټي لوبو کې د طلايي ميډالونو د ګټلو لپاره هڅې وکړي. دې وويل په خپل وطن کې د اولمپيک سپورټي لوبو د طلايي ميډالونو تر لاسه کول د دې يو ستره هيله ده. هغه به له دغه ښه فرصت څخه په مينه او احتياط څخه کار واخلي.